ads

جمهور رئيس غني د سعودي عربستان پاچا سره ليدلي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، سعودي عربستان کولاى شي د افغانستان د دولت او هغو وسله والو مخالفينو ترمنځ، چې سولې ته تمايل لري، د سولې د ټينګښت په برخه کې ګټور رول ترسره کړي.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
جمهور رئيس غني د سعودي عربستان پاچا سره ليدلي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، سعودي عربستان کولاى شي د افغانستان د دولت او هغو وسله والو مخالفينو ترمنځ، چې سولې ته تمايل لري، د سولې د ټينګښت په برخه کې ګټور رول ترسره کړي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په رياض كې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه كې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د مناسباتو د پراختيا او ټينګښت په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې په سعودي عربستان کې افغانانو ته د کار ويزې د ورکړې پر ستونزه هم خبرې وشوې او د سعودي عربستان پاچا د دې هېواد وليعهد ته لارښوونه وکړه، چې هلته د افغانستان وګړو ته د کار ويزې ورکولو د ممنوعيت رفع کولو برخه کې ژر اقدام وکړي.
دواړه لوري د افغانستان د پېشنهادي بستې په اړه، چې اقتصادي، د روغتيا، کرنې، برېښنا انرژۍ او زېربناوو برخې په کې شاملې وې، هم سره وغږېدل.
سلمان بن عبدالعزيز افغانستان يو خپلواك او د سعودي عربستان پخوانى دوست هېواد وباله او دايمي سولې او ثبات ته د افغانانو د رسېدو هيله يې څرګنده كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA