ads

جمهور رئيس غني افغانستان كې د ناټو د ماموريت له بدلون سره مخالفت وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان په جنګي ماموريت د ناټو د روزنې او مشورې د ماموريت د بدلېدو غوښتونكى نه دى.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
جمهور رئيس غني افغانستان كې د ناټو د ماموريت له بدلون سره مخالفت وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان په جنګي ماموريت د ناټو د روزنې او مشورې د ماموريت د بدلېدو غوښتونكى نه دى.
هغه دا موضوع د ناټو سازمان له سرمنشي او سفيرانو سره د ويډيو كنفرانس له لارې مطرح كړې ده.
د جمهور رئيس غني په وينا، اوس مهال د جګړې مديريت د افغان ځواكونو پر غاړه دى او دوى نه غواړي، چې په دې برخه كې بدلون رامنځته او د ناټو ځواكونه يو ځل بيا د جګړې ډګر ته داخل شي.
نوموړي په دې ويډيو كنفرانس كې د افغان كومانډويانو د شمېر د دوه برابره كېدو او د ځانګړو عملياتو د قول اردو رامنځته كېدو غوښتنه كړې، ځكه د ده په خبره، د كومانډويانو د شمېر په زياتېدو سره به د افغانستان د وسله والو ځواكونو هوايي ظرفيت هم پياوړى شي او دا هېواد به وروسته له شلو كلونو وتوانېږي، چې د خپلو هوايي ځواكونو رهبري ترلاسه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا حكومت په افغانستان كې د خپل پوځي ماموريت د دوام پر ارزونې بوخت دى او ټاكل شوې جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تر راتلونكو درېيو ورځو په بروكسل كې د ناټو په غونډه كې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتېژي اعلان كړي. د يادونې وړ ده، چې ناټو ځواكونو په ۲۰۱۴ كال كې په افغانستان كې خپل جنګي ماموريت پاى ته ورساوه او اوس مهال دا سازمان په دې هېواد كې له ۱۳ زرو زيات سرتېري لري، چې د افغان ځواكونو پر روزنې او هغوى ته پر مشورې وركولو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA