ads

برېتانيا كې چاودنې ۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بريتانيا په مانچسټر ښار كې تېره شپه د زورورې چاودنې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
2 غبرګولی 1396
برېتانيا كې چاودنې ۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بريتانيا په مانچسټر ښار كې تېره شپه د زورورې چاودنې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بريتانوي چاروكو په وينا، په دې چاودنه كې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ تنه نور ټپيان دي.
په لومړنيو څېړنو كې ويل شوي، چې دا چاودنه د يوه ځانمرګي بريد په پايله كې د يوې امريكايي سندرغاړې د کنسرت په وروستيو شېبو کې رامنځته شوې ده.
يو شمېر عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې ښايي په پېښه کې د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم واوړي.
د بريتانيا لومړۍ وزيرې تيريزا مې بېړنۍ ناسته رابللې او د پېښې د څرنګوالي په اړه يې د پلټنو امر کړى دى.
بلخوا امريکا ياد بريد غندلى او ويلي يې دي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه به له بريتانيا سره مرسته وكړي.
په بريتانيا کې يو شمېر الوتنې او د ريل ګاډو تګ راتګ هم ځنډول شوى او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA