د هلمند سیمه يیز چارواکي وایي، افغان ګډو ځواکونو په نادعلي او د ګرشک ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۲۰تنه وسله وال طالبان وژل او یو شمېر وسلې او تجهيزات يې هم له منځه وړي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په ياد ولايت کې هوایي او ځمکني عملیات، چې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د مرکز لښکرګاه ښار اړوند درېیمه حوزه بشران نادعلي او ګرشک ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې ترسره شوي دي، په پایله کې يې۲۰وسله وال وژل شوي او دغه راز د یادو عملیاتو پرمهال ۵کړۍ مایونونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، د یادو عملیاتو پرمهال ۲میله کلاشنکوپ،۳پایې مخابرې،۷عدده لاسي بمونه او ۳فیره د راکټ انداز مرمۍ افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په سنګین ولسوالۍ کې یې یو نوی کنډک هم ځای پرځای کړی، ترڅو په هغه سیمو کې خلکو لپاره د یاد کنډک سرتېري خدمت وکړي، چې په هغه سیمو کې د وسله والو تهدیدونه موجود وي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.