ads

غزني: د نجونو په یوه ښوونځي کې ‎بمي چاودنه شوې

په غزنې کې د پوهنې رياست چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د نجونو په یو ښوونځي کې بمي چاودنه کړې او د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان اړولی دی.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
غزني: د نجونو په یوه ښوونځي کې ‎بمي چاودنه شوې

په غزنې کې د پوهنې رياست چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د نجونو په یو ښوونځي کې بمي چاودنه کړې او د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان اړولی دی.
د غزني ولایت د پوهنې ریس محمدعابد عابد له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په قره باغي کلي کې د (نسوان قره باغي) په نوم په یو ښوونځي کې تېره شپه شاوخوا یوه بجه وسله والو بمي چاودنه کړې ده.
عابد زیاتوي، په دې ښوونځي کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی، خو د ښوونځي ودانۍ چې د پوهنې ریاست له لوري په کرایه نیول شوې وه، زیانمنه شوې ده.
دا پېښه چې تر اوسه پورې یې چا مسوولیت نه دی منلی په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو په غزني کې د نجونو مدرسې تړلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA