ads

د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو اتلولي ممبيي انډينز وګټله

د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه كې ممبيي انډينز لوبډلې رايزېنګ پونې سوپر جاينټ ته په ماتې وركولو سره د دې لوبو اتلولي خپله كړه.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو اتلولي ممبيي انډينز وګټله

د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه كې ممبيي انډينز لوبډلې رايزېنګ پونې سوپر جاينټ ته په ماتې وركولو سره د دې لوبو اتلولي خپله كړه.
دا لوبه تېره شپه په حيدراباد كې ترسره شوه.
د پايلوبې پچه ممبيي انډينز لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
دې لوبډلې په ټاكل شويو شلو اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وكړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې۱۳۰ منډې هدف وټاكه، خو رايزېنګ پونې سوپر جاينټ لوبډلې په شلو اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې وكړې او لوبه يې يوازې د يوې منډې په توپير وبايلله.
دا درېيم ځل و، چې ممبيي انډينز لوبډلې د آى پي اېل سياليو اتلولي وګټله.
په يادو سياليو كې سږ كال سنرايزرز حيدراباد لوبډلې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم ولوبول.
په تېره فبروري مياشت کې دغې لوبډلې راشد خان د ۴۰ ميليونو او محمد نبي د ۳ ميليونو هندي روپيو بدل کې خپله لوبډله کې شامل کړل، چې ډېر ښه وځلېدل.
راشد خان او محمد نبي وايي، د هند په مخکښ ليګ کې لوبېدلو ډېر څه ورکړل او دا به د ويسټ انډيز په سفر کې ورته په ګټه تمام شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA