ads

د (همه مو پک براریم) سندرغاړی

((کله کله به زه هم د لوډسپيکر لاندې ولاړ وم، خلکو به مې سندرې په ډېره مزه اورېدې، دوی زه نه پېژندم، ځکه چې هغه وخت ټلويزيون نه و چې زه يې لیدلی وای، کله به مو چې خلکو سندرې اورېدې ويل به يې، ډېر خوند يې وکړ درېغی لږه نوره يې هم ويلې وای.))

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
د (همه مو پک براریم) سندرغاړی

((کله کله به زه هم د لوډسپيکر لاندې ولاړ وم، خلکو به مې سندرې په ډېره مزه اورېدې، دوی زه نه پېژندم، ځکه چې هغه وخت ټلويزيون نه و چې زه يې لیدلی وای، کله به مو چې خلکو سندرې اورېدې ويل به يې، ډېر خوند يې وکړ درېغی لږه نوره يې هم ويلې وای.))
دا د ملي یووالي د سمبول او د هزارګي سندرو د مخکښ سندرغاړي صفدر توکلي خبرې دي، هغه چې د (همه مو پک براریم) سندرې يې غوغا جوړه کړه او اوس هم د هر چا پر خوله ده. صفدر وايي چې دی د خپل کلي تر ټولو شوخ ماشوم و، هغه په ۱۳۲۰لمريز کال د باميان ولایت په يکاولنګ کې زېږېدلی دی. نوموړی په داسې يوه وخت کې زدهکړې پیلوي چې هغه وخت خلک له ښوونځي تښتي او ډېری هم داسې دي چې د ليسې مدير ته به يې غنم، کچالو يا بل څه ورکول چې زوی يې له ښوونځي معاف کړي، خو په همداسې شرايطو کې هم صفدر له زدهکړو سره خورا مينه لري او هره ورځ ښوونځي ته ځي.
صفدر وايي چې له څو کاله زدهکړو وروسته یې له دنبورې سره سخته مینه پيداشوه، يوه ښايسته دنبوره يې جوړه کړه او کله کله به يې له ملګرو سره په کروندو، د رود په غاړه او يا هم د غرو په لوړو څوکو کې وهله او خوند به يې ترې اخيست. توکلي اوس د هزارګي سندرو وتلی نوم دی چې له کابل راډيو ټلويزيون تقاعد شوی او په دې اداره کې یې د سندرغاړي په توګه پنځوس کاله کار کړی.
توکلي وايي چې په ماشومتوب کې یې مينه ورو ورو له دنبورې او سندرو سره ډېرېده، هغه کله کله له خپلې کورنۍ په پټه د ملګرو په دېرو کې بنډار جوړوي، دنبوره وهي او سندرې ورسره وايي، خو بخت ورسره ياري نه کړي، يوه ورځ يې پلار پرې خبرېږي، غوسه کېږي هغه يې زوی ته ګواښ کوي چې نور به نه دنبوره وهي او نه به سندرې وايي: ((يوه ډېره ښايسته دنبوره مې د تېلو له ګيلن جوړه کړې وه، هغه يې راته ټوټه ټوټه کړه، زما هم اوس عادت ګرځېدلی و، په اسانۍ چېرته ترې اوښتم، بله مې جوړه کړه، څه وخت وروسته يې هغه هم پیداکړه او زما په مخکې يې ماته کړه، زړه مې سخت درد وکړ، سخت پرېشانه شوم، خو د سندرو ويلو لپاره نور هم پياوړی شوم او له مبارزې مې لاس وانه خيست.))
توکلي تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځی پای ته رسوي، خو سندرې ويل يې له نورو زده کړو پاتې کوي. توکلي وايي په ۱۳۴۶لمريز کال چې د ظاهرشاه زمانه وه، د دوی سيمې ته د اطلاعات او فرهنګ د وزارت له لوري يو مکتوب ورځي چې په مټ يې د سيمه ييزو سندغاړو لېست غوښتل شوی و: ((دا داسې وخت و چې په سيمه کې ډېرو خلکو د سندرغاړي په نوم پېژندم، سره له دې چې پلار لا هم نه وم بښلی او اجازه يې نه وه راکړې.))
صفدر له پلار سره د کچالو په پټيو کې د کچالو جويې اړوي چې يو همزولی يې ور په غوږ کېږي او د ولایت د مکتوب په اړه ورته وايي، صفدر هم په منډه له پټيو زغلي: ((د همزولي خبرو مې خوند راکړ، لږ ساعت مې کار وکړ، له ځان سره مې وويل له دې کچالو اړولو څه نه جوړېږي، پلار ته مې حال ووايه خو هغه لوټې راپسې ټولې کړې او زه هم په يوه منډه ترې وتښتېدم.))
توکلي له کور په پټه د مکتوب له مخې کابل ته ځي، په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې د موسيقي ازموينه ترې اخلي، په دې وخت کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د موسيقي رييس عبدالحق واله دی چې صفدر په کابل راډيو ټلويزيون کې د اجير په توګه مقرروي.
صفدر په راډيو ټلويزيون کې خپل کار ته ادامه ورکوي چې يوه ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزير اختر عثمان صديقي د موسيقي رياست ته ځي او غواړي په خپله له هنرمندانو ازموينه واخلي: ((په هغه وخت کې د موسيقي رياست د تيمورشاهي بڼ تر څنګ و هلته کېناستو، بڼ يې ټول په غاليو فرش کړی و، وزير به له ليست يو يو کس غوښت او بیا به يې خپله نومرې ورکولې.))
صفدر ته د غرمې له دوولس بجو وروسته نوبت رسېږي، له وزير اجازه اخلي چې مايک ته د درېدو په ځای په غالۍ کېني: ((د وزير له خولې به زما له هرې سندرې سره اه وتل، ويل يې چې زه څومره ښکلې سندرې وايم، پر نورو سندرغاړو يې يوه يوه سندره وويله خو پر ما يې درې سندرې وويلې او ډېر يې تشويق کړم.))
توکلي وايي، د وزير يې سندرې بې کچې خوښې شوې، تشويق يې کړ او د موسيقي له رييس يې د صفدر د معاش په اړه پوښتنه وکړه، معاش يې ورته لوړ کړ: ((واله ته يې وويل چې هم زما معاش راته لوړ کړي او دا چې کور مې نه لاره، د کوټې کرايه يې هم راته حواله کړه، ډېر تشويق شوم او د کار لپاره مې ځان پياوړی حس کړ. معاش مې ۱۰۵۰و چې پوره چاره مې نه پرې کېده، خو وزير صیب امر وکړ چې معاش مې ۷ سوه نور هم لوړ شي، د هغه ساعت خوشالي مې نه هېرېږي.))
صفدر وايي چې په دې وختونو کې هزارګي سندرې د خلکو په منځ کې لږ لږ دود شوې وې او خلکو به ډېرې خوښولې، له همدې کبله وزیر ترې غواړي چې د هزارګي سندرو لپاره چې د ملي راډيو ټلويزيون په ارشيف کې یې نه لري، ډېر کار وکړي او له سيمو ښې سندرې راټولې کړي: ((دنده يې راکړه چې هره مياشت د هزاره اوسېدونکو سيمو ته لاړ شم او ناب ناب هزارګي سندرې راوړم، څو د هزارګي سندرو ارشيف ښه پياوړی شي. تر دې وړاندې دوی په ارشيف کې هزارګي سندرې نه لرلې.))
توکلي وايي چې په کابل کې یې د لومړي ځل لپاره هزارګي سندرې خلکو ته وړاندې کړې: ((هغه وخت يې د ښار په لویو کوڅو کې لوی لوی لوډسپيکرونه لګولي وو، خلک به د جمعې ورځې محلي سندرو ته انتظار و، کله کله به زه هم د لوډسپيکر لاندې ولاړ وم، خلکو به مې سندرې په ډېره مزه اورېدې، دوی زه نه پېژندم، ځکه چې هغه وخت ټلويزيون نه و چې زه يې لیدلی وای، کله کله به يې د سندرې په پای کې ويل، ډېر خوند يې وکړ درېغی لږه نوره يې هم ويلې وای.))
توکلي وايي چې د موسيقي په برخه کې يې هېڅ زده کړې نه دي کړې. نوموړی زیاتوي چې له سندرو سره يې ډېره مينه لرله، همدا مينه وه چې تر دې ځايه يې رارسولی دی.
د توکلي په وينا، پلار يې ځکه د ده د سندرو مخالف و چې د خلکو له خبرو وېرېده، نه چې ورته ووايي زوی يې سازنده شو، نو ځکه يې تر ډېره وخته د ده د سندرو ممانعت کاوه خو کله چې کابل ته لاړ او له راډيو يې سندرې پيل کړې، نور يې بيا پلار هم اجازه ورکړه: ((هغه وخت په ټول هزارجات کې هنرمند نه و، زه ډېر ژر په ټول هزارجات کې مشهور او خوله په خوله شوم، خلکو به مې د لیدو انتظار ويست، کله به چې کلي ته لاړم، ټول به راباندې راټول وو.))
توکلي ډېرې سندرې ويلې دي، خو کومه سندره چې توکلي له ځمکې پورته کوي او د شهرت تر پوړيو يې رسوي هغه د ((همه مو پک برارېم)) سندره ده: ((زه دې سندرې ډېر مشهور کړم، دا سندره يوازې هزارګانو نه بلکې ټول افغانستان خوښه کړه. غوښتل مې په دې سندرې سره ملي يووالی تمثیل کړم. له دې سندرې ويلو وروسته به ټولو خلکو د ملي يووالي سمبول راته وايه.))
توکلي ډېرې سندرې له سيمې راوړې دي، له خلکو يې په سيمو کې سندرې اورېدلې دي او بیا يې د راډيو تر ارشيف رسولې دي، هڅه يې کړې چې هماغه د سيمې په ډول يې وړاندې کړي. هغه شاعر دی شعر يې د داوودخان د دورې په پای کې پيل کړی او اوس د زر بیته شعرونو يو ديوان لري.
توکلي وايي چې هزارګي سندرو ته د ځانګړې پاملرنې له کبله د ډاکټر نجيب په وخت کې هم وستايل شو: ((د ډاکټر نجيبالله په وخت کې هنرمند ارزښت درلود، دولت او خلکو به په درنه سترګه ورته کتل، خو اوس نه دولت او نه هم خلک په درنه سترګه ورته ګوري.))
توکلي زياتوي چې د ډاکټر نجيبالله د واکمنۍ په وخت کې د سندرغاړي په ګډون هر مامور د ژوند ټولې اسانتياوې لرلې: ((هنرمند به معاش لاره، د لبسینګ، شعر او ثبت هرې برخې به بېلې پيسې ورکول کېدې، ان موږ به د ږيرې پل هم له بازاره نه راووړ. خو له بده مرغه چې اوس هنرمند د هېواد تر ټولو پاړکيو بېوزله دی.))
توکلي له خلکو ګيله لري چې د دوی سندرې اوري، خوند ترې اخلي، خو بیا هم دوی ته درناوی نه لري، هغه وايي چې که يو هنرمند د موسيقي کومه اله په لاس کومه کوڅه کې روان وي، خامخا د ليدونکو له لوري سپکېږي او بدې خبرې ورته کېږي. هغه زیاتوي، هر وخت چې هنرمند له لوږې مړ شي بيا دولت چيغې کړي چې د موسيقي اتل و پلانی او پلانی و، خو په ژوند چې هرڅومره چيغې ووهي مرسته يې نه کړي.
توکلي له اوسني دولت ناراضه دی، هغه وايي چې تقاعد شوو او پخوانيو هنرمندانو سره هېڅ مرسته نه کېږي، ډېری يې سختې شپې ورځې تېروي، بې روزګاره دي، دولت يې په کيسه کې نه دی، بېوزله دي، کار نه لري او له ستونزو کړېږي: ((د کرزي په وخت کې يې تقاعد شوو هنرمندانو ته لسزره افغانۍ معاش حواله شو، کرزي خپله وويل چې ټولو پخوانيو هنرمندانو ته دې د مياشتې لسزره افغانۍ معاش ورکړل شي، ځکه چې د ژوند کولو لپاره بل عاید نه لري. دا پيسې يې ماته يې هم راکولې، درې کاله مو واخيستي خو کله چې ښاغلي اشرف غني واک واخيست بېرته يې رانه وګرځولې او اوس نه معاش او نه هم کوم بل عايد لرو.))
هغه زياتوي چې هنرمندان د سختو کارونو لپاره جوړ نه دي، نو همدا هنر يې کار او روزګار دی، که دولت مرسته ورسره ونه کړي، له يوې مخې ټول له ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.
توکلي يوازې په هزارګي لهجه سندرې ويلې دي، هغه وايي چې په همدې برخه کې یې ښه پرمختګ لاره، نو ځکه یې ونه غوښتل چې په بله لهجه يا ژبه سندرې ووايي.
توکلي وايي، دوی کولای شي په کور کې هم سندرې ووايي او خپله مينه پرې ماته کړي، خو دوی سندرې د خلکو لپاره وايي نو خلک هم بايد د دوی د هنر قدر وکړي او په درنه سترګه ورته وګوري: ((زموږ ډېری خلک زموږ سندرې ډېرې خوښوي خو موږ ته د قدر په سترګه نه ګوري، له دوی هيله لرو چې که يې سندرې خوښېږي، نو زموږ دې هم قدر وکړي.))
هغه هنرمند د خلکو او ولس ژبه بولي ځکه چې د هېواد هر ډول مراسم په دوی رنګين دي او دوی دي چې خلکو ته د غمونو، دردونو او ستونزو په ځای خوښي، خوشالي او خندا ورکوي: ((موږ د خپلواکۍ، اختر، برات او هر ډول خوښيو کې خلک خوښ ساتو او تر ټولو مهمه دا چې د هېواد وياړ ملي سرود څوک وايي، خو همدا هنرمند يې وايي.))
د توکلي تر ټولو مشهوره سندره (همه مو پک براریم) چې له ده وروسته فرهاد دريا وويله ډېره مشهوره شوه. فرهاد دريا په معنوي او مادي ډول ونازول شو، خو توکلي له فرهاد دريا ګيله لري چې د ده سندره يې د ده له اجازې پرته ويلې وه او له ده يې اجازه نه وه اخيستې: ((فرهاد دريا ته لازمه نه وه چې زما له اجازې پرته زما سندره ووايي، باید لومړی يې له ما اجازه غوښتې وای او بیا یې ويلې وای.))
توکلي اوس له راډيو ټلويزيون تقاعد شوی دی، په کابل کې اوسېږي، باميانو ته هم کله کله د مړي ژوندي لپاره ځي. هغه پنځه زامن او يوه لور لري، دی وايي چې نور اولادونه يې له موسيقي سره دومره ډېره مينه نه لري، خو يوازې يو زوی يې لږ لږ د دمبورې شوقي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA