ads

ايران سلګونه زره افغانان له خپل هېواده باسي

ټاكل شوې د سږ كال تر پايه په ايران كې مېشت سلګونه زره افغانان په جبري ډول له دغه هېواده افغانستان ته ولېږدول شي.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
ايران سلګونه زره افغانان له خپل هېواده باسي

ټاكل شوې د سږ كال تر پايه په ايران كې مېشت سلګونه زره افغانان په جبري ډول له دغه هېواده افغانستان ته ولېږدول شي.
د ايران دولتي چارواكو په تهران كې ويلي، د دې هېواد د نوې پرېكړې له مخې به شاوخوا ۶۰۰ زره هغه افغانان، چې په ايران كې په غير قانوني ډول ژوند كوي، د روان ميلادي كال تر پايه خپل هېواد ته ستانه كړاى شي.
د افغانستان د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، ايران د روان ميلادي كال له پيله تراوسه په دغه هېواد كې مېشت شاوخوا ۱۳۰ زره اسناد نه لرونكي افغان كډوال خپل هېواد ته شړلي دي.
د دې وزارت د مطبوعاتي سلاكار حفيظ احمد مياخېل په وينا، تېره اونۍ له ايران نه افغانستان ته ۷۶۹۵ افغان كډوال راغلي، چې له ۶۰ تر ۶۵ فيصدو يې په جبري ډول را ايستل شوي دي.
مياخېل زياتوي، له ايران نه د افغان كډوالو جبري ايستل له دوه اړخيزو او درې اړخيزو هوكړو ښكاره سرغړونه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د ايران حكومت زرګونه افغان شيعه وګړي د بشارالاسد د حكومت د ملاتړ لپاره د جګړې په هدف سوريې ته لېږلې دي.
د ايران پوځي چارواكي افغان كډوال د سوريې د جګړې لپاره استخداموي او ژمنه ورسره كوي، چې د ايران تابعيت به ترلاسه كړي او د كورنۍ ژوند به يې ښه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA