ads

افغاني فلمونه ولې پرمختګ نه کوي؟

فلمونه هم د نورو هنرونو او صنعتونو په څېر د ټولنې د پــرمخـــتګ لپاره ګټور او روزونکي بلل کېــږي. فـــلم په اصل کې تصوير ته حرکت او ژوند ورکول دي. د فلم له لارې کولای شو خپلې ټولنې ته لوی لوی او په زړه پورې پيغامونه ورکړو. افغاني ټولنه هم د نورو ټولنو په څېر د فلم جوړولو په برخه کې څه ناڅه فعاليت لري او څه ناڅه فلمونه يې جوړ کړي دي.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
افغاني فلمونه ولې پرمختګ نه کوي؟

فلمونه هم د نورو هنرونو او صنعتونو په څېر د ټولنې د پــرمخـــتګ لپاره ګټور او روزونکي بلل کېــږي. فـــلم په اصل کې تصوير ته حرکت او ژوند ورکول دي. د فلم له لارې کولای شو خپلې ټولنې ته لوی لوی او په زړه پورې پيغامونه ورکړو. افغاني ټولنه هم د نورو ټولنو په څېر د فلم جوړولو په برخه کې څه ناڅه فعاليت لري او څه ناڅه فلمونه يې جوړ کړي دي.
د کــونـــډې زوی، سنــګ صبــور، اسامـــه او ځينې نور هغه فلمونه دي چې د افغاني ټولنې تصوير نورې نړۍ ته ښيي، خو له بده مرغه چې زموږ فلمي هنر تر اوسه يوه داسې پړاو ته نه دی رسېدلی چې افغانان دې خپل افغاني فلمونه وګوري. افغانان هندي، ترکي، امريکايي او د نورې نړۍ فلمونه د هغوی د ښه جوړښت، لوړ هنر او لوړو پيغامونو له پلوه ګوري. له بده مرغه چې افغاني ټولنه پرله پسې جګړو او شخړو په دې صنعت کې له نورو سيالانو وروسته پاتې کړې. که د افغانستان فلمي صنعت ته پام وکړو، لومړی فلم يې نژدې هماغه وخت جوړ شو چې د هندوستان لومړی فلم جوړ شوی و. د افغانستان لومړنی افغاني فلم د (عشق او دوستي) په نوم و. دا فلم د پاکستان له پيدايښت مخکې جوړ شوی و. د فلم هنر هم تر ډېره د هغو ټولنو لپاره ګټور کېدای شي چې ټولنه يې تر ډېره په ستونزو، جګړو، شخړو، ناسمو سياستونو، بهرنيو لاسوهنو او کورنيو شخړو ځپلې وي. که همداسې يوه ټولنه د بېلګې په توګه راوړو، نو هغه به له شک پرته افغاني ټولنه وي. په افغانستان کې هره ناروا، هر ظلم، هره نادوده، هره بې قانوني او هر جبر شوی چې لا هم ادامه لري. د افغان سينما ډېری لوبغاړي له خپلو هېوادوالو په دې ګيله من دي چې ولې دوی د خپلو کړنو له کبله نه تشويقېږي او فلمونه يې نه کتل کېږي، دوی دا هم وايي چې دولت د دوی ستونزې نه دي اوارې کړې له همدې کبله د دوی فلمي صنعت د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. افغان سينماګر او سندرغاړی سردار سعيد وايي چې که دولت افغان سينما ته پام واړوي، ستونزې يې اوارې کړي او په دې برخه کې د دوی د کړو هڅو ستاينه وکړي او ويې هڅوي، ډېر پرمختګ به ووينو: ((دولت تر اوسه د افغان سينما د پرمختګ په برخه کې هېڅ هم نه دي کړي، تاسې ورشئ له اطلاعات او فرهنګ وپوښتئ چې دوی تر اوسه د کوم هنرمند، کوم لوبغاړي احوال اخيستی چې ژوند يې څنګه تېرېږي، دوی د کوم فلم لپاره هغه يوازې ابتدايي اسانتياوې برابرې کړې دي.)) له بلې خوا خلک هم د افغان سينما له کړنو راضي نه دي، دوی وايي چې افغان سينما دې په سيــمو کې لوبــغـــاړي ولــټوي، دا څو کســان چې دوی ويني دا د دې وړ نه دي چې فلم کې ولوبېږي، د ذکـــريـــا مـــایار په نوم هېوادوال وايي چې کله کوم افغاني فلم ګوري او د افغان لوبغاړو اکټونه ويني شرمېږي: ((دوی داسې اکټونه کوي چې زه يې باور وکړه له دوی ښه کولی شم، یوازې دا څو کسان خو نه دي، افغان فلم او په دې برخه کې په کار بوختې ادارې بايد د دې برخې لپاره په کليو بانډو کې کسان ولټوي، باور وکړﺉ زه ډېر داسې کسان وينم چې تر دې اوسنيو لوبغاړو په ځلونو تکړه دي.)) مایار په دې باور دی چې نوي کسان به له لږ روزنې وروسته په تکړه لوبغاړو بدل شي او افغان سينما ته به پرمختګ ورکړي.
په همدې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستيال کمالسادات وايي، دوی د افغان سينما او فلمونو د ژوندي ساتلو او د سینما هنر د ودې، فــرهنـــګ او ادبـــي پروګرامونو د پراختیا په هدف یوه طرحه برابره کړې چې په نژدې راتلونکي کې به عملي شي: ((موږ د همدې روان کال لپاره يوه داسې طرحه جوړه کړې چې په مټ به يې په افغان سينما کې د پام وړ پرمختګ راشي او هڅې مو دا دي چې افغان سينما داسې فلمونه او سريالونه ټولنې ته وړاندې کړي چې بیا افغانان د بهرنيو فلمونو د کتلو هڅه ونه کړي. دلته به بهرني فلم جوړوونکي راولو څو افغان سينماګرو ته روزنه ورکړي.)) د يادونې وړ ده چې که خپل فلمونه او ډرامې ولرو، څو ګټې به وکړو، لومړی دا چې خپل مذهب، کلتور او فرهنګ په مو ژوندی ساتلی وي او له بل پلوه به مو په خپل هېواد کې فلمي صنعت پياوړی کړی وي، افغانان د داسې فلمونو هيله لري چې وکولای شي په خپل کور کې یې له خپلو اولادونو سره يو ځای وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA