ads

اسلام اباد تهران ته د پاكستان پر خاورې د توغندويي بريدونو په اړه اعتراض کړی

پاکستان ايران ته اعتراض کړى، چې د بلوچستان ايالت چاغي سيمه کې يې د اسلام اباد پر خاورې پنځه توغندي توغولي دي.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
اسلام اباد تهران ته د پاكستان پر خاورې د توغندويي بريدونو په اړه اعتراض کړی

پاکستان ايران ته اعتراض کړى، چې د بلوچستان ايالت چاغي سيمه کې يې د اسلام اباد پر خاورې پنځه توغندي توغولي دي.
پاکستاني پوځي چارواکو ويلي، چې ايراني سرحدي ځواکونو د وسله والو د ځپلو په پلمه چاغي سيمه ته پلي ځواکونه هم استولي وو.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي اداره وايي، د ايران له لوري توغول شوې مرمۍ د چاغي په مګران سيمه کې لګېدلي، چې کوم ځاني زيان يې نه دى اړولى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ايران د دفاع وزير پاکستان ته خبردارى ورکړ، چې که په صفري نقطو کې د وسله والو مخنيوى نشي کولى، دوى به د پولې پورې غاړې وسله وال وځپي.
دوه اونۍ وړاندې پاکستان سره پر ګډه پوله په يو وسله وال بريد کې د ايران لس سرحدي ساتونکي ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA