ads

پاکستان د افغانستان په تاريخي اثارو سترګې پټې کړې

د افغانستان د تاريخي اثارو په اړه د کلید ګروپ موندنې ښيي چې تر دې مهاله هم د دغه هېواد ۱۱ قلمه عاج تاريخي اثار د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په کور کې ساتل کېږي. د دې تر څنګ د شواهدو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزير نصیرالله بابر په کور کې هم د افغانستان یو شمیر تاریخي اثار چې د بګرام عاج هم پکې شامل دي، موجود دي.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
پاکستان د افغانستان په تاريخي اثارو سترګې پټې کړې

د افغانستان د تاريخي اثارو په اړه د کلید ګروپ موندنې ښيي چې تر دې مهاله هم د دغه هېواد ۱۱ قلمه عاج تاريخي اثار د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په کور کې ساتل کېږي. د دې تر څنګ د شواهدو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزير نصیرالله بابر په کور کې هم د افغانستان یو شمیر تاریخي اثار چې د بګرام عاج هم پکې شامل دي، موجود دي.
که څه هم د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، دوه ځله يې هڅه کړې چې له ديپلوماتيکو لارو دغه اثار بېرته افغانستان ته راوګرځوي، خو تر دې مهاله يې له پاکستاني لوري کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په همدې حال کې د ملي موزيم چارواکي وايي، په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا ۱۰ زره قلمه هغه تاریخي اثار راوړل شوي چې له افغانستان څخه د جګړو پر مهال لومړی ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوي او بیا نورو هېوادونو ته وړل شوي وو.
د ملي موزیم د چارواکو په خبره، دا مهال د افغانستان په ملي موزیم کې شاوخوا ۳۰ زره تاریخي اثار موجود دي چې په ورځني ډول له ۳ تر ۵ سوو لیدونکي ترې لیدنه کوي. د شمېرو له مخې د افغانستان په ملي موزيم کې تر کورنیو جګړو مخکې شاوخوا ۱۰۰زره تاریخي اثار او شاوخوا ۴۰زره سکې موجودې وې.
د دغه موزيم چارواکي زياتوي، د افغانستان ۲۳۱قلمه تاریخي اثار اوس په چین کې نندارې ته اېښوودل شوي چې له دې وړاندې هم په لسو نورو هېوادونو کې نندارې ته ايښوودل شوي وو او یو شمېر نورو هېوادونو هم په خپلو موزیمونو کې نندارې ته ددغه اثارو د وړاندې کولو غوښتنه کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې څو لسيزې جګړې سبب شوې چې یو شمیر تاریخي اثار نورو هېوادونو ته قاچاق او یا هم له منځه لاړ شي. دوی زياتوي اوس د افغانستان د تاریخي اثارو په اړه څېړنه کوي څو ومومي چې د افغانستان کوم تاریخي اثار په نورو هېوادونو کې موجود دي: ((کله چې دا پیدا کړو، مونږ به له اړوندو هېوادونو و غواړو، څو د افغانستان تاریخي اثار بېرته موږ ته وسپاري.))
اخوا د ملي موزيم چارواکي وايي، په ټوليز ډول د تېرو څو لسيزو جګړو له کبله د افغانستان ۷۰ په سلو کې تاريخي اثار لوټ شوي یا هم له منځه تللي دي.

د پاکستان غلا
کلید ګروپ په یوه تحقیقي راپور کې موندلې چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظیر بوټو په کور کې د افغانستان ۱۱ قلمه تاریخي اثار ساتل کیږي. دغه راپور ښیي چې د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر نصیرالله بابر په کور کې هم د افغانستان یو شمېر تاریخي اثار موجود دي. د افغانستان د ملي موزیم پخوانی رییس ښاغلی عمراخان مسعودي وایي: ((په تیرو کلونو کې د افغانستان یو شمیر تاریخي اثار چې د بګرام عاج او یو شمېر نور تاریخي اثار پکې شامل دي پاکستان ته قاچاق شوي او د نصیرالله بابر په کور کې ساتل کېږي.)) نوموړی زیاتوي، نصیرالله بابر له رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي و: ((د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اثار زما په کور کې موجود دي چې ما دغه اثار په خپلو شخصي پیسو اخیستي.)) مسعودي وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوه ځله له دیپلماتیکو لارو هڅه وکړه چې دغه اثار له پاکستان بېرته افغانستان ته انتقال کړي، خو دې هڅو کومه مثبته پایله نه درلوده: ((نصیرالله بابر په ډېره بې شرمانه توګه د افغانستان دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې ما دا اثار په خپلو شخصي پیسو اخيستي دي او زه دا تاسو ته نه درکوم.)) دا په داسې حال کې ده چې افغان لیکوال عبدالحمید مبارز د کلید ګروپ (څلور وروستۍ لسيزې) بحثونو کې یادونه وکړه، چې نصیرالله بابر په فرانسه کې له يو موزيم د لیدنې پر مهال د يوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، دغه اثار به هغه وخت بېرته افغانستان ته سپاري چې هلته حکومت جوړ شي، خو پر دې سربېره تر دې مهاله دغه اثار افغانستان ته نه دي سپارل شوي. د مسعودي په خبره، افغانستان او پاکستان دواړه د یونسکو سازمان غړي هېوادونه دي او افغانستان کولای شي چې دغه اثار د یونسکو سازمان په مرسته له پاکستان څخه افغانستان ته له قانوني لارو انتقال کړي: ((نصیرالله بابر د نړیوالو اصولو له مخې مکلف و چې دغه اثار افغانستان ته ورکړي، کله چې نصیرالله بابر ومړ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو ځل بیا هڅه وکړه چې له پاکستان د دغه اثارو غوښتنه وکړي، خو کوم مثبت ځواب یې تر لاسه نه کړ.))
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند وایي: ((په پاکستان کې د بې نظیر بوټو په کور کې ۱۱ قلمه د عاج تاریخي اثار موجود دي. بوټو د دغه اثارو هر قلم د یو لک امریکایي ډالرو په مقابل کې له قاچاقبرانو رانیولی دی او تر دې مهاله په پاکستان کې ساتل کېږي.)) مومند زیاتوي، په افغانستان کې څو لسيزې جګړې ددې سبب شوې چې د افغانستان یو شمېر تاریخي اثار بهرنیو هېوادونو ته قاچاق او یا هم له منځه لاړ شي.
مومند هم تاییدوي چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېرو کلونو کې له پاکستان غوښتي و، څو د افغانستان هغه تاریخي اثار چې په پاکستان کې موجود دي، افغانستان ته وسپاري: ((تر دې مهاله پاکستان په دې اړه د افغانستان لخوا لېږل شوي مکتوب ته کوم ځواب نه دی ویلی.))
مومند یادونه وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري څېړنه کېږي څو ومومي چې د افغانستان تاریخي اثار د نړۍ په کومو هېوادونو کې موجود دي: ((کله چې دا تحقیقات بشپړ شي دوی به له هغه هېوادونو وغواړي چې د افغانستان پخواني اثار بېرته افغانستان ته وسپاري.))
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په خبره د افغانستان تاریخي اثار د خورا زیات ارزښت لرونکي دي: ((کله چې بهرنیان زمونږ له تاریخي اثارو لیدنه کوي، دوی هر اثر په ډېره لېوالتیا ګوري.))
هڅه مو وکړه چې د پخوانيو پاکستاني چارواکو له لوري د افغان تاريخي اثارو د قاچاق او ساتلو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم ترلاسه کړو، خو له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

ملي موزیم
د افغانستان په ملي موزیم کې چې د کابل ښار په دارالامان سيمه کې موقعیت لري، د هېواد تاريخي او لرغوني اثار راټول شوي دي.
دغه موزیم یو وخت د سیمې په کچه د ډېرو لرغونو او بډایو موزيمونو له ډلې شمېرل کېده چې شاوخوا یو لک تاریخي اثار او شاوخوا ۴۰زره سيکې يې لرلې، خو په افغانستان کې څو لسيزو جګړو د دغه موزیم حالت بدل کړ او نږدې ۷۰٪ تاریخي اثار یې لوټ، تالان او نورو هېوادونو ته قاچاق شول.
د دې موزيم چارواکي وايي، په ملي موزیم کې اوس مهال شاوخوا ۳۰زره تاریخي اثار موجود دي چې هره ورځ یې د لیدو لپاره له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسان دغه موزیم ته مراجعه کوي.
د ملي موزیم پخوانی مشر عمرا خان مسعودي وایي، د افغانستان ۲۳۱ قلمه تاریخي اثار اوس مهال هم په چين کې نندارې ته وړاندې شوي دي چې تر دې وړاندې د نړۍ په لسو نورو هېوادونو کې هم نندارې ته وړاندې شوي وو: ((د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې په فرانسه کې نندارې ته وړاندې شول، دغه اثار اوس په چین کې د پلیس په نوم موزیم کې نندارې ته اېښوودل شوي.)) د نوموړي په خبره، په نورو هېوادونو کې د افغانستان د تاریخي اثارو نندارې ته اېښوودل له دې سره مرسته کولای شي چې نړیوال د افغانستان فرهنګ وپېژني: ((دغه اثار په څلورو مختلفو دورو پورې تړلي دي چې فلول تپه، ای خانم، د باختر خزانې او د بګرام په خزانې پورې تړلي اثار دي، دغه ۲۳۱ اثرونه دي چې شاوخوا ۱۳سوه قلمه کېږي.)) نوموړی زیاتوي دا اثار د افغانستان د فرهنګ په لېږد کې له ډېرو ارزښت لرونکو اثارو شمېرل کېږي.
د ملي موزیم د پخواني مشر عمراخان مسعودي په خبره، په هرات، غزني، کاپیسا، خوست، کندز، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم پخواني موزیمونه موجود دي: ((دا مهال په دغه موزیمونو کې په زرګونو قلمه تاریخي اثار ساتل کېږي، خو د موزیمونو د ودانیو د خرابوالي له کبله د لیدونکو په مخ تړل شوي او دغه اثار په ډيپوګانو کې ساتل کېږي.))
د معلوماتو له مخې، د افغانستان ملي موزیم په مختلفو حوزو او دورو پورې تړلی چې له دې ډلې د سُرخکوتَل، آیخانم، بگرام، کاپیسا، هده، مُندیگک، طلاتپه، شورتوغَی، فندقستان، بامیان، د باختر حوزه، شُتُرک، پایتاوه، دلبرجینتپه، تپهفُلول، تپهخزانه، تپهمرنجان، هزار سُم او لسګونو نورو حوزو څخه یادونه کولای شو چې دا په مختلفو دورو پورې تړلي دي او د ملي موزیم يوه مهمه ځانګړنه ده. د يادولو ده چې د دغه موزیم ټول اثار د افغانستان دننه کشف شوي او د لیدونکو لپاره نندارې ته اېښوودل شوي دي.

ملي موزیم څنګه لوټ شو؟
یوازې درې لسيزې وړاندې د افغانستان ملي موزيم د سيمې په کچه تر ټولو غني موزيم ګڼل کېده او په ۱۹۹۲ کال کې يې شاوخوا ۱۰۰زره تاريخي اثار او شاوخوا ۴۰زره سکې لرلې. هغه وخت دغه موزيم د تورېستانو د جذب تر ټولو مهم مرکز و.
د دغه موزیم د اطلاعاتو او اړيکو مشر نادرشاه کټوازی وايي، د ملي موزیم شاوخوا ۷۰٪ تاریخي اثار په جګړو کې له منځه تللي او یا هم نورو هېوادونو ته قاچاق شوي: ((د دغه اثارو یوه برخه لومړی پاکستان او له هغه وروسته بیا نورو اروپایي هېوادونو ته قاچاق شول او په لیلامي بازارونو کې وپلورل شول او یو شمیر نور یې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د دغه ډلې له لوري د غیر اسلامي اثارو په نامه ونړول شول.))
د دغه موزیم پخوانی مشر عمراخان مسعودي هم ورته خبره کوي او وایي د جګړې په کلونو کې شاوخوا ۷۰٪ تاریخي اثار ورک شول چې په دې کې ۴۰زره سکې هم شاملې وې: ((دا چې د سکو حجم او وزن کم وو، غلا او قاچاق یې هم اسانه و، ځکه دغه شمېر سکې په مکمله توګه غلا او قاچاق شوې دي.)) نوموړی زیاتوي، په دغه سکو کې د سرو زرو شاملې نه وې: ((د ډاکتر نجیب په وخت کې موږ د سرو زرو سکې ټولې د ښار یوې امنې سيمې ته انتقال کړې او همدا سبب شو چې له غلا او قاچاق وژغورل شوې.))
کله چې د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر په ۲۶مه پخواني شوروي اتحاد په افغانستان يرغل ورکړ، دلته د ډېرو نورو ويجاړيو او ناورينونو تر څنګ د هېواد اقتصادي او فرهنګي بنسټونه له منځه لاړل.
کابل ته د مجاهدینو په راتګ سره په ۱۹۹۲ کال د لومړي ځل لپاره له ملي موزیم څخه دوه ارزښتناک اثرونه چې د شترک له سیمې ترلاسه شوي وو او د ملي موزیم په دویم پوړ کې ساتل کېدل غلا شول، له دې پېښې څو ورځې وروسته د ملي موزیم د ډيپو ښیښې ماتې او ډيری اثار غلا شول. دغه راز د ۱۹۹۴ مېلادي کال د مارچ په دوولسمه چې له ملي موزیم د دفاعي او پوځي اډې په توګه کار اخیستل کېده، د یوه راکټ د لګېدو له کبله موزيم ویجاړ او د اور په لمبو کې لولپه شو.
له ۱۹۹۵ کال وروسته چې طالبانو واک ترلاسه کړ، څو زره تاريخي اثار يې له دې کبله چې ګواکې ساتل یې غیر اسلامي کار دی، له منځه یووړل. د ملي موزيم پخوانی رييس مسعودي وایي: ((د دې کار د ترسره کولو لپاره يوه ډله وټاکل شوه چې له ۲۵۰۰ تر ۲۷۰۰ تاریخي اثار یې له منځه یووړل، د همدې کال د مارچ په میاشت کې په باميان ولایت کې د بودا دوه لویې مجسمې چې ۳۸ او ۵۳ متره لوړوالی يې درلود، ونړول شوې.

را ګرځول شوي تاریخي اثار
له ۲۰۰۱ کال وروسته چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته نوی نظام رامنځته شو، هڅې پیل شوې چې په تېرو درېيو لسيزو کې له افغانستان قاچاق شوي تاریخي اثار بېرته هېواد ته راوړل شي. د ملي موزیم د اطلاعاتو او اړيکو د مسوول نادرشاه کټوازي د معلوماتو له مخې افغانستان ته په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره قلمه هغه تاریخي اثار بېرته راوړل شوي چې د تېرو څو کلنو جګړو پر مهال له افغانستان څخه لومړی ګاونډیو هېوادونو او له هغه وروسته نورو بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول وړل شوي وو.
د کټوازي د معلوماتو له مخې ملي موزیم ته له ډنمارک په ۱۳۸۳ لمریز کال کې ۴۳۸۲ قلمه تاریخي اثار، له سویس ۱۴۲۳ قلمه تاریخي او فرهنګي اثار، له انګلستان په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ۲۰۲۸ قلمه انتوګرافي او قلمي اثار افغانستان ته راوړل شوي، له ناروې ۵۸ خطي نسخې او بودایي اثار د سکوین موسسې په مرسته او له جاپان هم ۱۰۲ قلمه تاریخي اثار په هغه هېواد کې د یو خيریه بنسټ په مټ بېرته افغانستان ته راوړل شوي او حکومت ته سپارل شوي دي. دغه راز د يو شمېر نورو هېوادونو تر څنګ ۸ قلمه تاريخي اثار له امريکا هم افغانستان ته راوړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA