د هند د اتراکنډ د يو مندر ترڅنګ د واورې ښويېدنې له كبله ۱۸۰۰ کسان تر واورو لاندې بند پاتي او ژغورونكي يې د را ايستلو په هڅه كې دي.
هندي رسنۍ وايي، تر برفکوچ لاندې بند پاتې سلګونه کسان هندي زايرين دي، چې په سيمه کې د عبادت لپاره يو مندر ته ورغلي وو.
ژغورونکي هڅه کوي، چې په واورو کې بند پاتې کسانو ته خوراکي او نور توكي ورسوي.
د اتراکنډ ياده سيمه يوه غرنۍ سيمه بلل کېږي، چې تر دې مخكې هم په كې د برفکوچونو له كبله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د هوا پېژندنې ادارې چارواکو ويلي، چې تر برفکوچونو وروسته ښايي سخت موسمي بارانونه د سېلابونو څپې رامنځته کړي.