ټاکل شوې د هند د كركټ د غوره ليګ شل اوريزو سياليو پايلوبه نن د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې په حيدراباد كې پيل شي.
په پايلوبه كې به د رايزېنګ پونې سوپر جاينټ او ممبيي انډينز لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
په يادو سياليو كې سږ كال سنرايزرز حيدراباد لوبډلې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم ولوبول.
په تېره فبروري مياشت کې دغې لوبډلې راشد خان د ۴۰ ميليونو او محمد نبي د ۳ ميليونو هندي روپيو بدل کې خپله لوبډله کې شامل کړل، چې ډېر ښه وځلېدل.
دغه دوه افغان لوبغاړي وايي، د هند په مخکښ ليګ کې لوبېدلو ډېر څه ورکړل او دا به د ويسټ انډيز په سفر کې ورته په ګټه تمام شي.
دوى په دې باور دي، چې له دغې نوې تجربې يې ډېر داسې څه زده کړي، چې په ملي لوبډله کې به ترې کار واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د ډېوېډ وارنر په مشرۍ سنرايزرز حيدراباد لوبډلې د سږ کال آى پي اېل سياليو کې ۸ لوبې وګټلې، ۵ يې وبايللې او يوه لوبه يې مساوي پاى ته ورسېده.