ads

غزني ښار کې ۲ ماين خښوونكو وژل شوي

د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې دوه ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، پوليسو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د غزني ښار شېخ اجل سيمه کې هغه دوه تنه ماين خښوونکي هدف ته تر رسېدو مخکې وژلي، چې غوښتل يې په ياده سيمه کې د سړک غاړې يو ماين ځاى پر ځاى کړي.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396

سرچينه وايي، دغه کسان د ماين ايښودلو په مهال سيمې ته څېرمه د پوليسو د امنيتي پوستې د پيره دار لخوا تشخيص او وروسته په ډزو وژل شوي دي.
د غزني امنيه قومانداني زياتوي، چې له دغو کسانو پاتې شوى ماين نن سهار د پوليسو له لوري شنډ شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA