ads

د پروان په مركزي زندان كې نشه يي توكي پلورل كېږي

د پروان يو شمېر دولتي مسوولين د دې ولايت په مركزي زندان كې د نشه يي توكو د پېر او پلور او قاچاق خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
31 غویی 1396
د پروان په مركزي زندان كې نشه يي توكي پلورل كېږي

د پروان يو شمېر دولتي مسوولين د دې ولايت په مركزي زندان كې د نشه يي توكو د پېر او پلور او قاچاق خبر وركوي.
د پروان د مستوفيت د ساتنې او څارنې مدير محمد سالم فقيرزاده كليد ته وويل، چې د دې ولايت په مركزي زندان كې نشه يي توكي په ښكاره ډول پلورل كېږي او تراوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.
نوموړى د زندان مسوولين له قاچاقبرو سره په لاس لرلو تورنوي او په خبره يې، له همدې كبله د نشه يي توكو د پېر او پلور مخه نه نيسي.
د پروان د مركزي زندان مسوولين كه څه هم د زندان داخل ته د نشه يي توكو لېږد مني، خو ټينګار كوي، چې دغه توكي د زندانيانو د كورنيو له لوري په بېلابېل ډول قاچاقېږي.
د پروان د زندانونو او توقيف خونو امر محمد مبين رسولي وايي، كه د مركزي زندان مسوولين د نشه يي توكو په قاچاق كې لاس ولري، نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
د پروان د دولتي ادارو د معلوماتو له مخې، اوس مهال د دې ولايت په مركزي زندان كې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي د يو شمېر ښځو په ګډون ۴۰۰ تنه بنديان دي، چې له ۴۰ زيات يې په نشه يي توكو روږدي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA