د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) په تورخم ښارګوټي کې د ناراجستر شوو افغان کډوالو د ستونزو د حل په هدف د يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت يو مرسته کوونکی مرکز جوړ کړ او ګټې اخيستنې ته يې وسپاره.
په دغه مرکز کې به، چې تېره ورځ پرانيستل شو، ناراجستر کډوالو سره د لومړنيو غير خوراکي مرستو ترڅنګ د خوړو او روغتيايي سامان الاتو مرسته هم کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان د عمومي مشر مرستيالې لورا ټامسن د ياد مرکز په اړه وويل، دا مرکز به وکولی شي هغو کورنيو ته د مرستې زمينه برابره کړي، چې په پاکستان کې راجستر شوې نه دي او اوس بېرته افغانستان ته راستنېږي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي د معلوماتو له مخې، د هرې كډوالې کورنۍ في نفر ته له ۲۵ تر ۵۰ ډالرو وركول كېږي، همدارنګه هره كورنۍ پر خوراکي او غير خوراکي توکو سربېره يو روغتيايي کېټ هم ترلاسه كوي.
د هغه په وينا، د راجستر کډوالو لپاره جلال اباد ښار سره نږدې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو سيمه کې مرکز جوړ شوی، چې هلته ورته مرستې وېشل کېږي.