د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته خپل سفر کې له دغه هېواد سره د ۳۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسليک کړې.
په دې کې د ۱۱۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور يوه هوکړه هم شامله ده، چې سپينې ماڼۍ د امريکا په تاريخ کې تر ټولو لويه دغه ډول هوکړه بللې ده.
د امريکا د دفاع وزير رېکس ټېلرسن وايي، د وسلو د پلور د يادې هوکړې هدف د ايران د بدنام نفوذ مخنيوى دى.
د هغه په وينا، د دفاعي تجهيزاتو او خدمتونو دغه معامله په اوږده مهال کې د سعودي عربستان او خليج د ټولې سيمې خونديتوب سره مرسته کوي.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د بهرنيو هېوادونو اته ورځنى سفر پرون له رياضه پيل کړ او تر سعودي عربستان وروسته اسراييلو، واتيکان، بلجيم او ايټاليا ته هم سفرونه لري.