ads

پاكستاني سياسيون د نيول شوي هندي جاسوس په اړه يوه خوله نه دي

وروسته له هغې، چې ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د هندي جاسوس د اعدام پرېکړې د بېرته اخيستلو غوښتنه وکړه، په پاکستان کې سياسيون په يوه خوله نه دي.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
پاكستاني سياسيون د نيول شوي هندي جاسوس په اړه يوه خوله نه دي

وروسته له هغې، چې ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د هندي جاسوس د اعدام پرېکړې د بېرته اخيستلو غوښتنه وکړه، په پاکستان کې سياسيون په يوه خوله نه دي.
د پاکستان د ولسي جرګې رئيس د هندي جاسوس کلبوشن مسئله يوه ملي ستونزه ګڼلې او په خبره يې، حكومت بايد له خپلې پرېكړې وا نه وړي.
د پاکستان حکومت څو اونۍ وړاندې د نيول شوي هندي سرتېري د اعدام حکم صادر کړ، چې د هند له سخت غبرګون سره مخ شو.
هندي حکومت له ملګرو ملتونو د کلبوشن د اعدام درولو غوښتنه وکړه او پاکستان ته يې خبردارى ورکړ، چې که له خپلې پرېکړې وا نه وړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.
پاکستان پر نيول شوي هندي سرتېري تور لګولى، چې په بلوچستان ايالت کې يې بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره مالي مرستې كولې او هغوى ته يې وسلې برابرولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA