ads

هلمند کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونو کې ۳۳ تنه وژل شوي

د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو د يوه ډلګي مشر په ګډون د يادې ډلې د سرې قطعې ۳۰ او په يوه بله پېښه كې درې نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
هلمند کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونو کې ۳۳ تنه وژل شوي

د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو د يوه ډلګي مشر په ګډون د يادې ډلې د سرې قطعې ۳۰ او په يوه بله پېښه كې درې نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د طالبانو د سرې قطعې يوه ډله، چې مشري يې د کامران په نوم كس کوله، تازه له موسی کلا او کجکي ولسواليو څخه د نادعلي ولسوالۍ ته راغلې وه او پلان يې درلود، چې د لوى باغ سيمه کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړي.
د سرچينې په وينا، د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې د دغې ډلې پلان شنډ او پرون ماسپښين شاوخوا دوه بجې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو تر هوايي بريدونو لاندې راغله، چې په ترڅ كې يې د يادې قطعې ۳۰ وسله وال ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې، د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې درې وسله وال طالبان، چې د ماينونو پر ايښودلو بوخت وو، د ۲۱۵ ميوند قول اردو د توپچي بريدونو په ترڅ کې ووژل شول، يو ميل کلاشينکوف، يو ميل د پيکا ماشيندار او يو ميل راکټ انداز يې هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA