ads

د ايران د جمهوري رياست ټاكنو كې حسن روحاني مخكې دی

د ايران د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو رسمي پايلو له مخې حسن روحاني تر نورو كانديدانو مخکې دى.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
د ايران د جمهوري رياست ټاكنو كې حسن روحاني مخكې دی
Iranian President Hassan Rouhani is pictured during an interview with Ann Curry from the U.S. television network NBC in Tehran, in this picture taken September 18, 2013, and provided by the Iranian Presidency. Rouhani said in the television interview with NBC News on Wednesday that his government would never develop nuclear weapons and that he had "complete authority" to negotiate a nuclear deal with the West. Reuters/President.ir/Handout via Reuters (IRAN - Tags: POLITICS) ATTENTION EDITORS – THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. NO SALES. NO ARCHIVES. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS

د ايران د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو رسمي پايلو له مخې حسن روحاني تر نورو كانديدانو مخکې دى.
د ايران د ټاكنو كمېسيون مشر علي اصغر احمدي نن سهار اعلان وكړ، چې د جمهوري رياست پرونيو ټاكنو كې له كارول شويو څه باندې ۲۵ ميليونه رايو څخه له ۱۴ ميليونه زياتې يې برحاله جمهور رئيس حسن روحاني ګټلې دي.
روحاني په سلو څه باندې ۵۸ رايې ترلاسه كړې دي.
د احمدي په وينا، ابراهيم رئيسي له ۱۰ ميليونو د زياتو رايو په ترلاسه كولو دوهم مقام خپل كړى دى.
دوو نورو كانديدانو مصطفى ميرسليم او مصطفى هاشمي طبا په ترتيب سره نږدې ۳۰۰ زره او نږدې ۱۳۹ زره رايې ګټلې دي.
د مې مياشتې د نولسمې نېټې ټاكنو كې تر ۴۰ ميليونو زياتو ايرانيانو خپلې رايې کارولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA