ads

جمهور رئيس غني: منزوي پاکستان د افغانانو په ګټه نه دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اوس مهال پاکستان په انزوا کې دى، خو منزوي پاکستان د افغانانو په ګټه نه دى.

نویسنده: sarwan
30 غویی 1396
جمهور رئيس غني: منزوي پاکستان د افغانانو په ګټه نه دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اوس مهال پاکستان په انزوا کې دى، خو منزوي پاکستان د افغانانو په ګټه نه دى.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د لوى کندهار له يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره د ليدنې په مهال وكړې.
جمهور رئيس غني زياته كړه، دوى بايد بالاخره له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږي او دغه هېواد بايد د تروريستانو له ملاتړه لاس اخيستنې ته وهڅول شي.
د هغه په وينا، د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې بريالي مذاکرات د نيت، ارادې، قضاوت او قانونيت د څلورو اصلونو پر بنسټ ترسره شول.
نوموړي وويل، له حزب اسلامي سره د سولې برياليو مذاکراتو نور هم سولې ته قانع کړي دي.
جمهور رئيس غني د ولسونو د همکارۍ او رول ارزښت ته په پام د کندهار له مشرانو وغوښتل، چې د ولسواليو، ولايتونو او هېواد په کچه د سولې ټينګښت برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
يادو مشرانو په هېواد کې د سولې د ټينګښت په هدف د حزب اسلامي په څېر له نورو مخالفينو سره هم پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA