د تخار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې يو کس يې د خپلې ښځې د وهلو ټکولو په تور د دغه ولايت په فرخار ولسوالۍ کې نيولی دی.
تېره ورځ يوې ښځې چې د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې ده چې د خپل خاوند او د خاوند د خپلوانو له لوري وهل ټکول شوې او د بدن يو شمېر برخې يې سوځول شوې دي.
قدريه وايي، چې درې ورځې وړاندې يې خاوند او د خاوند مور او وروڼو يې له ګاونډي سره د نامشروع اړيکو لرلو په تور وهلې ډبولې او په اور په سور کړي پلاس يې د بدن ځينې سوځولې او شکولې دي. د تخار د پوليسو وياند خليل اسير وايي، په دې تور د دغه ښځې خاوند د پوليسو له لوري نيول شوي دي او په لومړنيو څېړنو کې يې ويلي چې ښځې يې له يوه ګاونډي سړي سره نامشروع اړيکې لرلې او دغه کار د همدې لپاره ترسره کړي دي.
د يادولو ده چې تخار د هغو ولايتونو له منځه دی چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي پکې ډېر دي او تر دې وړاندې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ګڼ راپورونه ترې ورکړل شوي دي.