58
۲۹ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: فضل الله بهاند

لوګر کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي

د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د سړک غاړې چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي او  دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د محمداغې ولسوال نصير احمد امين کليد ته وويل، پېښه نن غرمه مهال يوولس نيمې بجې د زرغون شهر په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
امين وايي، په پېښه کې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي: ((پېښه نن غرمه مهال يولس نيمې بجې رامنځته شوې، د ملکي وګړو موټر د سړک غاړې په ماين وربرابر شوی، چې تر اوسه موږ ته د يولس ملکي وګړو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر رارسېدلی دی.))
سيمه ييز چارواکي وايي، زرغون شهر سيمه د محمد اغې والسوالۍ له نا امنه سيمو څخه ده چې ډېري وخت پکې نښتې کېږي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *