جمهور رئيس محمد اشرف غني نن په باميان ولايت کې د يکاولنګ – دره صوف سړک د جوړولو كار پرانيسته.
هغه په دې اړه جوړو شويو مراسمو كې د خبرو په مهال د ملي يووالي حكومت له لوري د كړو ژمنو پر عملي كولو ټينګار وكړ او د ياد سړك پرانيسته يې يوه ښه بېلګه وبلله.
د يکاولنګ – دره صوف سړک د جوړولو قراداد شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د افغان حكومت او يو چينايي شرکت ترمنځ لاسليک شو او تمه ده، چې دغه يو سلو اته اويا کيلو مټره سړک تر راتلونکو درې نيمو کلونو بشپړ شي.
د ياد سړک پر جوړونې به د افغانستان د پراختيايي بوديجې او د اسيا پراختيايي بانک نږدې ۲۰۵ ميليونه ډالر ولګول شي.