ads

جمهور رئيس غني د يوه واضح چوکاټ له مخې د استخدام پروسې پر ترسره كېدو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د استخدام پروسې بايد د يوه واضح چوکاټ له مخې ترسره شي، ترڅو ټولو هېوادوالو او په شرايطو برابرو کسانو ته په مساوي توګه د سالم رقابت زمينه برابره شي.

نویسنده: sarwan
28 غویی 1396
جمهور رئيس غني د يوه واضح چوکاټ له مخې د استخدام پروسې پر ترسره كېدو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د استخدام پروسې بايد د يوه واضح چوکاټ له مخې ترسره شي، ترڅو ټولو هېوادوالو او په شرايطو برابرو کسانو ته په مساوي توګه د سالم رقابت زمينه برابره شي.
نوموړي دا څرګندونې پرون په ارګ كې د ده په مشرۍ د وزارتونو د معينيتونو او د خپلواکو ادارو په مالي او اداري معاونيتونو کې د اصلاحاتو د طرحې په اړه د بحث په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون رئيس احمد نادر نادري د وزارتونو د معينيتونو او خپلواکو ادارو د اصلاحاتو طرحه، چې په مالي او اداري معاونيتونو کې د بوديجې د زيات موثريت او ښه والي او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په هدف جوړه شوې ده، يادې غونډې ته وړاندې کړه.
جمهور رئيس غني دغه طرحه وستايله او د استخدام په ټولو پروسو کې يې پر معيار، شفافيت او قانونيت ټينګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د وړ افرادو استخدام کې د شفافيت تامين مهم وباله او په دې برخه کې يې د مسوولينو لا زياته پاملرنه وغوښتنه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA