ads

امريكا له زيانمنو شويو افغانانو سره ۲۰ ميليونه ډالره مرسته کوي

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له زيانمنو شويو افغانانو سره د ۲۰ ميليونه ډالره مرستې اعلان وكړ.

نویسنده: sarwan
28 غویی 1396
امريكا له زيانمنو شويو افغانانو سره ۲۰ ميليونه ډالره مرسته کوي

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له زيانمنو شويو افغانانو سره د ۲۰ ميليونه ډالره مرستې اعلان وكړ.
د دې ادارې له لوري كليد ته په را استول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې افغان زيانمن شوي وګړي به د خوراکي توکو برخه کې د اړتيا وړ مرستې ترلاسه کړي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان په ۲۵۰ ولسواليو کې به له ۳ اعشاريه ۴ ميليونه زيانمنو شويو افغانانو سره د خوراكي توكو مرستې وشي.
سرچينه زياتوي، د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې دغه مرستې د شخړو له كبله بې ځايه شويو، هېواد ته بېرته راستنو شويو او د طبيعي ناورينونو او اقتصادي فشار له كبله زيانمنو شويو افغانانو ته د خوړو او تغذيوي اړتياوو پوره کولو په هدف وركول كېږي.
د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۷ مالي کال له پيل راهيسې (USAID) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د خوراکي توکو او تغذيې بېړنيو ماموريتونو ته ۴۰ ميليونه امريکايي ډالره چمتو کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA