ads

افغانستان ماليزيا ته د فوټسال په اسيايي سياليو کې ماتې ورکړه

افغانستان د فوټسال په اسيايي سياليو کې ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.
د ٢٠ کلنو لوبغاړو دا سيالۍ وړمه ورځ په تايلنډ کې پيل شوې دي.

نویسنده: sarwan
28 غویی 1396
افغانستان ماليزيا ته د فوټسال په اسيايي سياليو کې ماتې ورکړه

افغانستان د فوټسال په اسيايي سياليو کې ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره دويمه بريا خپله کړه.
د ٢٠ کلنو لوبغاړو دا سيالۍ وړمه ورځ په تايلنډ کې پيل شوې دي.
افغانستان پرون په خپله دويمه لوبه کې ماليزيا ته څلور پر يو ګول ماتې ورکړه او دويمه بريا يې خپله کړه.
د افغانستان د شل کلنو فوټسال لوبډلې وړمه ورځ د دې سياليو په لومړۍ ورځ د بروناى دارالسلام لوبډلې ته ١٤ پر يو ګول ماتې ورکړې وه.
په دې سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په درېيو ګروپونو وېشل شوي، چې افغانستان په (الف) ګروپ کې له بروناى دارالسلام، تايلنډ، بحرين، عراق او ماليزيا سره شامل دى.
ټاکل شوې افغانستان نن خپله درېيمه لوبه له عراق سره ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA