320
۲۸ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد عارف نوري

غزني ته له اروزګانه تللو كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

په غزني کې د دې ولایت د کډوالو ریاست له هغو ۸۳ بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه، چې په دې وروستیو کې له اروزګان ولایت څخه د نا امنیو له کبله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د غزني ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ریاست مشر عبدالخالق احمدي د چهار شنبې په ورځ له غرمې وروسته د دغو مرستو د وېشلو په مهال کلید سره په خبرو کي وویل، چې یادې ۸۳ کورنۍ له تېرو شلو ورځو راهیسې د جګړو له کبله له اروزګان ولایت څخه غزني ته بې ځایه شوي، چې له هرې کورنۍ سره یې د (ډي آر سي) موسسې په مالي مرسته ۱۸ زره افغانۍ مرسته وکړه: ((دغو کډوالو ته مو یوه اونۍ مخکې خېمې او ځينې مواد ورکړي وو، نن هم ورسره نغدي مرسته کېږي، چې هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ په پام کې نیول شوي او ډېر ژر به بیا هم له هرې کورنۍ سره د ۱۲ زره افغانیو نورې نغدي مرستې هم وشي.))
نوموړی وایي، تر پنځه سوه پورې کورنۍ له اروزګان څخه د غزني جاغوري ولسوالۍ ته هم را بېځایه شوي، چې په نیږدې راتلونکې کې به له هغوی سره هم د (ډي آر سي) موسسې په همکارۍ نغدي مرسته وشي.
هاخوا له اروزګان څخه غزني ته راغلي کډوال که څه هم د دې ولایت د سیمه يیزې ادارې لخوا ورسره له شویو مرستو خوښي څرګندوي، خو وایي، یوازینۍ ستونزه یې دا ده، چې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
د غزني ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ریاست مشر عبدالخالق احمدي د څښاک اوبو ته د دغو بې ځایه شویو نه لاسرسی مني خو وایي، چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د کوار موسسې په مرسته کډوالو ته د صحي اوبو ژورې څاګانې او تشنابونه ورغوي، څو له ېي اړخه هم د هغوی ستونزې حل شي.(( له کوار موسسې سره تفاهم شوی او په نږدې راتلونکي کې به هغو بې ځایه شویو ته چې د غزني ښار په مشخصو سیمو کې ځای پر ځای شوي او تر خېمو لاندي ژوند کوي، ۱۶ څاګاني کیندل کېږي او ۱۳۸ بابه تشنابونه به ورغول شي او ۴۹۶ صحي کیټونه به دغو کورنیو ته ورکړل شي ))
د یادونې وړ ده، چې له تېر کال راهیسې د جګړو او نا امنیو له کبله د غزني د ځینو ولسوالیو تر څنګ له ارزګان او هلمند ولایتونو څخه سلګونه کورنۍ غزني ته بې ځایه شوي، چې د بېلابېلو موسسو لخوا ورسره څو څو ځله د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *