115
۲۸ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

افغانستان د فوټسال په اسيايي سياليو کې عراق ته لوبه بايلوده

افغانستان د فوټسال په اسيايي سياليو کې خپله درېيمه لوبه د عراق په وړاندې وبايلله.
د ٢٠ کلنو لوبغاړو دا سيالۍ وړمه ورځ په تايلنډ کې پيل شوې او افغان لوبډله نن له عراقي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووته.
نننۍ لوبه كې عراق افغانستان ته د درېيو ګولونو په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې وركړه.
تر دې وړاندې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپلو دوو لوبو كې د ماليزيا او بروناى دارالسلام لوبډلو ته ماتې وركړې وې.
په يادو سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په درېيو ګروپونو وېشل شوي، چې افغانستان په (الف) ګروپ کې له بروناى دارالسلام، تايلنډ، بحرين، عراق او ماليزيا سره شامل دى.
ټاکل شوې افغانستان سبا خپله څلورمه لوبه له تايلنډ سره ترسره کړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *