ads

کندهار ښار کې دوه پرله پسې چاودنو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند په سردار مدد خان څلور لارې کې تېره شپه شاوخوا اته بجې او دېرش دقيقې دوه پرله پسې چاودنې شوي، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
کندهار ښار کې دوه پرله پسې چاودنو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند په سردار مدد خان څلور لارې کې تېره شپه شاوخوا اته بجې او دېرش دقيقې دوه پرله پسې چاودنې شوي، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، لومړى پر يوه سرف موټر چسپکي ماين چاودنه کړې، وروسته چې پوليس او خلک د مرستې لپاره ورغلي، دويمه چاودنه شوې ده.
هغه زياتوي، دويمه چاودنه په زرنج موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له كبله شوې، چې همدلته نږدې په پارکينګ کې درول شوى و.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، د زرنج موټر سايکل په چاودنه كې د څوارلسمې امنيتي حوزې امر وژل شوى او د څلورو پوليسو په ګډون ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
د دراني په وينا، د چاودنې هدف د څوارلسمې امنيتي حوزې امر و.
د دې چاودنو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA