ads

پاكستان د كشمير مسئلې په اړه له هند سره خبرو ته چمتووالى وښود

په امريکا کې د پاکستان سفير اعزاز احمد چودري وايي، كه هند د كشمير مسئلې په اړه د درېدلو خبرو پيلول وغواړي، دوى هم حاضر دي، چې په دې تړاو له هند سره د سولې مذاکرات له سره پيل کړي.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
پاكستان د كشمير مسئلې په اړه له هند سره خبرو ته چمتووالى وښود

په امريکا کې د پاکستان سفير اعزاز احمد چودري وايي، كه هند د كشمير مسئلې په اړه د درېدلو خبرو پيلول وغواړي، دوى هم حاضر دي، چې په دې تړاو له هند سره د سولې مذاکرات له سره پيل کړي.
نوموړي دا څرګندونې د کانګرس د غړو يوې ناستې ته وکړې.
چودري زياته كړه، چې د کشمير په سر د سولې مذاکرات د هند له لوري په يو طرفه ډول لغوه شوي دي.
د هغه په خبره، که د کشمير په سر د سولې مذاکرات له سره پيل نه شي او هندي ځواکونه هلته خپل ظلمونه و نه دروي، سخت عواقب به ولري.
بل خوا هندي حکومت ويلي، تر هغې چې يې له پاکستان سره د ترهګرو د ځپلو په اړه خبرې نه وي شوې او په دغه هېواد کې د ترهګرو اډې له منځه نه وي وړل شوې، د کشمير په اړه به مذاکرات ترسره نه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA