ads

هلمند كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو له كبله لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور قرارګاوې يې له منځه وړل شوې دي.

نویسنده: sarwan
27 غویی 1396
هلمند كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو له كبله لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور قرارګاوې يې له منځه وړل شوې دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه هوايي بريدونه تېره ورځ ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، لومړی هوايي بريد د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو له لوري د ګرمسېر ولسوالۍ خارکو سيمه کې پر دوو موټرونو، چې يوه کې څلور او بل کې پنځه وسله وال مخالفين ناست وو، ترسره شو او په ترڅ کې يې ټول ۹ تنه ووژل شول او دواړه موټرونه يې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
سرچينه زياتوي، دغه راز د ۲۱۵ ميوند قول اردو د درېيم کنډک کومانډو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت د هوايي ځواکونو په همکارۍ د يادې ولسوالۍ ختيځ لور ته عمرزو سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ د پنځو پاکستانيانو په ګډون ۱۴ مخالفين وژل شوي، ۸ تنه ټپيان دي او د وسله والو مخالفينو څلور قرارګاوې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA