د سعودي عربستان په ختيځ ښار القطيف کې د پوليسو پر يو موټر د راکټي بريد په نتيجه کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا بريد د القطيف ښار په ماسوره سيمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري شوى دى.
د سرچينې په وينا، په دې بريد كې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
بايد ياده شي، چې په تېرو څو ورځو کې القطيف ښار كې د بېلابېلو ترهګريزو بريدونو له كبله دوه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي.