په بريتانيا کې د جرمونو خلاف د مبارزې ملي ادارې تاييد کړې، چې د پاکستان د ملي هوايي شرکت (پي آى اې) له يوې الوتکې څخه يې د لندن په هېټرو نړيوال هوايي ډګر کې نشه يي توکي ترلاسه كړي دي.
د يادې ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د سرحدي ځواکونو له لوري د مې په ۱۵مه نېټه هېټرو نړيوال هوايي ډګر ته له پاکستانه يوې راغلې الوتکه کې د موندل شويو هيرويينو په اړه څېړنه کېږي.
په خبرپاڼه زياته شوې، چې د پېښې په تړاو څوک نيول شوي نه دي، خو څېړنې روانې دي.
د پي آى اې يوه کار کوونکي ويلي، پوليسو د الوتكې د عملې ۱۳ کسانو ته له هوايي ډګره د وتلو اجازه ورکړې، خو د هغوى پاسپورټونه يې لا هم له ځان سره ساتلي دي.