170
۲۷ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: اسدالله دولتزی

ننگرهار كې ملاريا ناروغي زياته شوې

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، له پاکستان هېواد ته د يو شمېر کډوالو له راستنېدو او د کورنیو بې ځایه شوو له ډېرېدو سره په دغه ولایت کې د ملاريا په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زيات شوی.
چارواکي وايي، هڅه کوي د ملاريا ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنيوي لپاره په درملو ککړې لسګونه زره پشه خانې ووېشي.
خو د ننګرهار اوسېدونکي وايي، د ښاروالۍ له لوري له جلال اباد ښاره پر وخت د کثافاتو نه ټولول او په عامه ځایونو کې د ناپاکه اوبو د ډنډونو شتون د دغه ناروغۍ د لا پراخېدو زمينه برابره کړې.
روغتیايي چارواکي وایي، په ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره په۱۳۴۲لمريز کال کې (له ملاریا سره د مجادلې) په نوم ځانګړی روغتیايي مرکز جوړ شوی.
په دغه مرکز کې د درملنې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرامونه او د ناروغۍ د مخنیوي نورې لارې چارې په وړیا ډول ترسره کېږي.
د دوی په خبره، تېر کال ۲لکه ۵۲زره ۴۵۴ ناروغان معاینه شوي، چې له ډلې یې شپیته زره د ملاریا مثبتې پېښې او۹۰زره کلینکي واقعات راجستر شوي.
په ننګرهار کې له ملاریا سره د مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالي سپین غر کلید ته وویل، چې مخکې به د ملاریا د مخنیوي لپاره په ټولو سیمو کې دواپاشي کېدله؛ خو اوس کورنیو ته یوازې په درملو لړلې پشه خانې وېشل کېږي.
ډاکټر سپین غر زیاتوي، چې سږ کال به د ننګرهار په ۱۶ولسوالیو کې ۶لکه ۵۰زره پشه خانې وېشي او د یونیسف او نورو ادارو په همکارۍ به دغه لړۍ هېواد ته د نوو راستنو شوو کورنیو ته هم رسوي.
نوموړی وایي، ننګرهار ته د اوسني نفوس پر بنسټ پشه خانې نه ورکول کیږي او له همدې کبله د ملاریا ناروغۍ د واقعاتو کچه هم لوړېږي: ((ننګرهار کې تېر کال هم د ملاریا زیاتې پیښې موجودې وې او سږ کال هم اټکل همدا دی، د ملاریا د مخنیوي لپاره دواپاشي ډېره ګټوره ده؛ خو د وزارت پرېکړه داده، چې کورنیو ته به په دوا لړلې پشه خانې ورکول کیږي.))
په ننګرهار کې له ملاریا سره د مجادلې مرکز مشر ډاکټر ننګیالی سپین غر زیاتوي، دوی ته له مرکز څخه کمې پشه خانې ورکول کېږي او همدا سبب دی چې ټولو خلکو ته په وخت نه رسېږي.
نوموړی وایي، که د ولایت د نفوس پر بنسټ پشه خانې ورکړل شي، دوی به تر ډېره د یادې ناروغۍ مخه نیولې وي: ((کومه برخه چې زموږ ولایت ته راکول کېږي، هغه د C.S.O په اساس ده، چې هغه یو اعشاریه څلور میلیونه نفوس ښيي؛ خو زموږ حقیقي نفوس له څلور میلیونو هم زیات دی، مثلاً موږ ته یې د سرخرود د سلطانپور کلینک لپاره اته زره پشه خانې راکړې وې؛ خو کله چې موږ کور په کور ووېشلې، د۲۲زرو څخه هم ډیرې شوې.))
د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، چې په ښار کې بې ځایه د کثافاتو اچول او پر وخت یې د ښاروالۍ له لوري نه وړل هم د ملاریا ناروغۍ له ډېرېدو سره مرسته کړې ده.
دوی وايي، د ښاروالۍ هغه وخت يوې ستونزې ته پام شي چې خلک ترې شکایت وکړي، که نه همداسې پر ځای پاتې وي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي عابد کلید ته وویل: ((دا دی هوا ورځ تر بلې ګرمېږي او په ښار کې د شته خوسا ډنډونو له کبله خلکو ته ناروغۍ پیدا کېږي.))
د دې ښار یو بل اوسېدونکی رحيم الله وايي: ((له ښاروالۍ غوښتنه کوو، چې د دغو کثافاتو مخه ونیسي، ډیرې ناروغۍ ورڅخه پیدا کیږي.))
خو د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي دا نه مني، چې ګواکې په جلال اباد ښار کې دې یو شمېر ناروغۍ د ولاړو اوبو او ډنډونو له کبله را پیدا شوې وي.
دوی وایي، په يوه شپه او ورځ کې يې په درېیو وختونو کې د ښار د پاکوالي هڅې روانې دي او د ښار په هېڅ سیمه کې داسې ولاړې او یا ډنډ اوبه نشته چې روغتیايي ستونزې یې را ولاړې کړې وي.
د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر بریالی وايي، دوی په ټول ښار کې پاکوالي ته لومړیتوب ورکړی او که په دغه برخه کې ښاریان کومه ستونزه ولري، نو له دوی سره دې شریکه کړي: ((یو خو کله ناکله د موسمي بارانونو پر مهال اوبه ډنډېږي، کنه نور به هېڅ داسې سیمه نه وي چې هلته دې خلک تکلیف شي، موږ هره ورځ کار کوو چې ښار پاک او کثافات په خپل وخت انتقال کړو.))
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي، داسې مهال د ملاریا ناروغۍ له زیاتوالي او د هغه له نه مخنیوي شکایت کوي، چې د روغتیا پالانو په خبره، د ګرمۍ په موسم کې که چېرته خلک خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي، نو نه یواځې چې په ملاریا به اخته نه شي بلکې له ډېرو بدو ناروغیو به په امن وي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *