108
۲۷ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: حبیب وقار

د کتاب چاپ ډېر، خو لوستونکي يې لږ دي

که څه هم د کتاب لوستل د پوهې بنسټ بلل کېږي، د انسان وړتیا زياتوي او د خلاقیت او تمرکز له ډېرېدو سره مرسته کوي، خو په هېواد کې د کتاب چاپوونکي او پلورونکي وايي، په هغه کچه اخيستونکي او لوستونکي نه لري چې هيله يې کېږي.
د غويي میاشتې وروستۍ اوونۍ په هېواد کې د کتاب لوستنې اوونۍ غوره شوې، خو د خپرندويو ټولنو په اند په دغه جګړه ځپلي هېواد کې روانې جګړې او اقتصادي کمزورۍ خلک له کتاب لرې ساتلي دي.

مطالعه دې له ماشومتوبه پيل شي
دا چې تر دې مهاله په افغانستان کې د کتاب لوستل په يوه فرهنګ نه دي بدل شوي، نو ډېری پر دې فکر کوي چې څه ډول دغه فرهنګ دود شي او افغانان په پراخه توګه کتاب لوستلو ته مخه کړي. څېړونکي او د پوهنتون استادان وايي، مطالعه باید له ماشومتوب پیل شي او ماشومان دې ورسره بلد کړل شي، دوی ته دې د کتاب لوستلو او له کتاب سره د مينې احساس ورکړل شي. د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد محمود مرهون په همدې نظر دی، هغه د ډېرو کتابونو ليکوال دی، نوموړي د نورو کتابونو تر څنګ د ماشومانو لپاره هم د ۴۵په شاوخوا کې تصويري کتابونه ليکلي او ژباړلي دي. نوموړی وايي، ماشوم ته دې له ماشومتوبه د کتاب لوستلو روحيه ورکړل شي: ((که ماشوم له ماشومتوبه د کتاب مينه وال شي کله چې لوی شي هم به مطالعه کولی شي، په لومړيو کې ماشومانو ته تصويري کتابونه ډېر ګټور دي، له همدې کبله مې د ۴۵په شاوخوا کې د تصويري کيسو کتابونه د ماشومانو لپاره وليکل، وژباړل او چاپ کړل. هغه کسان چې له ماشومتوبه يې مطالعه پيل کړې، هېڅکله یې بیا مطالعه نه ده پرېښې.))
د پولي تخنيک استاد حميدالله واعظي وايي، مطالعه هم په يو عادت بدلېدلی شي، که مطالعه د يو چا عادت وګرځي، هرې ستونزې ته ځواب ويلای شي او هر قلف پرانيستلی شي، خو هغه وايي چې دغه چاره بايد په ماشومانو کې دود کړل شي، څو په لويوالي کې هم دا عادت ولري: ((ماشوم له ماشومتوبه په مطالعه روږدی کړﺉ او د کتاب ارزښت ورته څرګند کړﺉ، زه باوري يم چې تر بوډاتوبه به له کتاب او مطالعې بېل نه شي، خو که يې په ماشومتوب کې له کتاب او مطالعې سره مينه پيدا نه شوه، په لويوالي کې به هم دومره مينه ورسره ونه لري.))
په همدې اړه د ماشومانو ملاتړې موسسه ((سېو ده چېلډرېن)) وايي، د څېړنو له مخې ډیری ماشومان له کتاب لوستلو سره مینه نه لري، د همدې اندېښنې له مخې ياده موسسه هڅه کوي چې په ماشومانو کې د کتاب د لوستلو لپاره لارې چارې ولټوي.
د دې موسسې د ښوونې او روزنې د برخې مسول بهروز وياړ وايي، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي چې ماشومانو ته د مطالعې لارې چارې برابرې کړي: ((ماشومانو ته مو د مطالعې د دود کولو لپاره په دوه کلن پلان کار کړی، په دې برخه کې موږ ۸۷ ټوکه بېلابېل کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپوو او په ۳زره ښوونځيو او ۳زره کورنيو يې وېشو.))

د انلاين کتابتونونو زيان
په افغانستان کې کتاب تر پخوا ډېر چاپېږي، خو د کتابتونونو د مسوولانو په وينا پلور يې لږ دی. دوی وايي چې د کتابونو د پلور بازار انلاین کتاب پلورلو او د کتابونو پي ډي اېف بڼې ډېر پيکه کړی دی. خپرندويې ټولنې شکايت کوي چې ډېری کسان مخکې تر دې چې دوی کتاب وپلوري انلاین او پي ډي اېف يې خپروي چې له کبله يې بیا د دوی کتاب نه پلورل کېږي.
د کابل په ميرويس ميدان کې د سروش کتاب پلورنځي مسول حکمتالله سروش وايي، نوې ټکنالوژۍ د دوی د کتابونو په پلور بده اغېزه کړې ده چې له کبله يې کتابونه د پخوا په پرتله نه پلورل کېږي: ((لکه څنګه چې په بازار کې نور کارونه په ټپه ولاړ دي، همدا ډول د کتابونو پلور او کاروبار هم په ټپه ولاړ دی. نن چې يو کتاب چاپ شي، ډېر ژر يې پيډياېف هم خپرېږي چې دا د خپرندويې ټولنې، ليکوال، ژباړن او کتاب پلورونکي ټولو لپاره زیان دی، له بلې خوا دا چې دولت هم دې چارې ته پاملرنه نه کوي، کاپي رايټ نشته او چې شته هم څوک يې نه مراعاتوي.))
په ميرويس ميدان کې مې د احمدشاه عزت په نوم له يوه سيار کتاب پلورونکي چې په کراچۍ کې یې بېلابېل کتابونه د پلور لپاره اوار کړي وو، د کتابونو د اوسني او پخواني وضعيت په اړه وپوښتل. نوموړی وايي تر دې دورې وړاندې حکومت کې کتابونه ډېر پلورل کېدل او خلکو به ډېر اخيستل: ((پنځه کاله کېږي، په کراچۍ کې کتابونه پلورم، خو ورځ په ورځ د کتاب اخيستنې بازار پيکه کېږي چې يو سبب يې هم د همدې کتابونه پيډياېف يا کمپيوټري بڼه خپرېدل دي چې د کتاب بازار ته يې ډېر زیان رسولی دی. له بل لوري د خلکو اقتصاد هم کمزوری شوی دی، دوه کاله وړاندې داسې نه وو، خلکو به کتابونه ډېر اخيستل، زموږ کار هم ښه و، خو اوس يې مزه نشته.))
عزت زیاتوي چې پيډياېف کتابونه زیان لرونکي دي او مطالعه کوونکي نه شي کولای، تر ډېره مطالعه وکړي: ((هغه کسان چې په کمپيوټر کې کتاب لولي، د ډېر مهال لپاره کتاب نه شي لوستلی، ځکه چې سترګې یې د کمپیوټر نور پسې اخلي او له مطالعې زړه توری کېږي، نو هغه خوند چې د کتاب په مطالعه کې دی، په کمپيوټر کې نشته دی.))

ټولنيزې رسنۍ د مطالعې خنډ
له بل لوري ډېری کسان په ټولنيزو رسنیو کې د بوختيا له کبله مطالعه نه کوي او ډېری وخت يې په ټولنيزو پاڼو کې د عکسونو، خبرونو، نوو ليکنو او نورو په لوستلو او کتلو تېرېږي. فېسبوک اوس تر کليو او بانډو پورې رسېدلی او د ټولنيزو رسنیو له ډلې زموږ ډېری هېوادوال په فیسبوک کې حسابونه لري.
په ده افغانانو کې د محمود عازم په نوم کتاب پلورونکی وايي چې فېسبوک نوموړی له مطالعې ايستلی دی، تر دې پخوا به يې ډېری نوي کتابونه ژر مطالعه کول، خو اوس په دې چاره کې ډېر وروسته پاتې شوی دی: ((زه فېسبوک له مطالعې وويستم، که زور مې ورسېږي بند به يې کړم، خو تر اوسه يې په بندولو نه يم توانېدلی. مخکې چې فېسبوک نه و، هر نوی کتاب به چې چاپ شو او زما کتابتون ته به راورسېد، ډېر ژر به مې مطالعه کاوه، خو اوس په ورځو ورځو اېښی وي چې پيل يې کړم هم رانه پاتې وي، يو کتاب په شپو شپو نه شم مطالعه کولای.))
د ګوربت راډيو ټلوېزيون خبریاله محموده تقوا وايي چې ټولنيزو رسنيو د ډېری ځوانانو د مطالعې مخه نيولې ده: ((ما هم يو وخت ډېره مطالعه لرله، خو فېسبوک به په ساعتونو ساعتونو بوخته ساتلم، همدا سبب شو چې فېسبوک مې بند کړ او اوس بېرته کولای شم ډېره مطالعه وکړم، نو ځوانان هم که په ټولنيزو رسنيو کې په همدې ډول بوخت وي، فکر نه کوم چې مطالعه دې وکړای شي.))

غیرمعیاري کتابونه
د کتابونو د چاپ په برخه کې اوس مهال تر ډېره د کتاب معيار ته نه کتل کېږي، بس هغه کس خوشاله دی چې په نوم يې ډېر کتابونه خپاره شي. ليکوال او ژورناليست وحيدالله اورياخېل وايي چې په هېواد کې د کتابونو د ډېر چاپ پرمختګ ته خوښ دی، خو دا چې په معيار برابر کتابونه نه خپرېږي د اندېښنې وړ يې بولي: ((په هېواد کې اوس تر پخوا ډېر کتابونه خپرېږي، خو له بده مرغه چې هر ليکوال او ژباړن کتاب په خپل سر چاپوي، په چا يې ګوري نه، ډېری کتابونه چې په دې وروستيو کې چاپ شوي دي، د ليکدود له پلوه بې خونده دي، ډېری ليکوال او ژباړن يوازې دې ته خوشاله دي چې کتاب يې ژر چاپ شي، نور په دې پسې نه ګرځي چې ليکدود، مفهوم او هرڅه کره کړي او بيا يې خپور کړي.))
همداراز د کابل پوهنتون استاد رحيمالله ځيرک وايي چې تر ټولو ښه به دا وي، هره څېړنه چې خپرېږي بايد د څو کسانو له لوري وکتل شي، ليکنه پرې وشي او له کره کېدو وروسته بيا خپره شي: ((دا اوس هم زما په مېز پروت کتاب د ليکدود، جملو د تړاو، ګرامر او مفهوم له مخې بې شمېره ستونزې لري، که دا کتاب يوه ښه اېډېټر کتلی وای، خامخا به په ښو کتابونو کې شمېرل شوی وای، خو اوس په ويلو نه ارزي، دلته ده چې کتاب پلورونکي تر ډېره د کتاب په کاروبار کې زیان کوي.))

د کليو کتابتونونه
که څه هم په ښارونو کې ګڼ کتاب پلورنځي وجود لري، خو په لرې پرتو کليو کې بیا کتابونو ته هومره لاسرسی نشته او خلک د کتاب د نشت له ستونزې سره مخ دي. اما له نېکه مرغه په دې وروستيو کې ځينو ځوانانو کليو او کليوالو ښوونځيو ته د کتاب د رسولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، له دې ډلې يو هم مطيع الله ويسا دی چې ډېرو لرو پرتو کليو ته يې کتابونه ورسول او بل هم مجيبالرحمن محمودي دی چې تر اوسه يې يو په کابل، يو په خوست او شپږ کتابتونونه هم په وردګو کې جوړ کړي دي.
محمودي له خلکو هيله کوي چې يو يا زیات کتابونه ورکړي: ((تر اوسه مو چې کوم کتابتونونه جوړ کړي دي، خلکو ګټه ترې اخيستې او خلکو ته يې ډېره ګټه کړې، موږ له خلکو هغه کتابونه غواړو چې له ځان يې اضافي وي او بيا يې د کليو کتابتونونو ته رسوو چې تر اوسه مو د وروستي کتابتون په ګډون چې په خوست کې مو جوړ کړ، اته کتابتونونه جوړ کړي دي او هر کتابتون ته مو په سوونو کتابونه رسولي دي.))

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *