468
۲۷ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: کليد

د سمندر پر غاړه تږی ولس

د هر هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره اوبه تر ټولو مهم عنصر شمېرل کېږي. که کوم هېواد د ډېرو اوبو لرلو تر څنګ په اوبو ښه پانګونه وکړي، تر ټولو لوړه انرژي ترې ترلاسه کولای شي او د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لري.
له نېکه مرغه زموږ ګران هېواد افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېرې اوبه لري او سيندونه يې له خپلې خاورې سرچينه اخلي، خو له بده مرغه بیا ويلای شو چې زموږ د هېواد اوبه تر ډيره بريده نورو هېوادونو ته ځي او خپله مو د پام وړ ګټه ترې اخيستې نه ده، داسې چې د سمندر په غاړه تږي يو.
افغانستان د اوبو له کبله يو غني هېواد شمېرل کېږي چې د اوبو کلنی جريان يې ۵۷ميليارد متر مکعب ته رسېږي.څېړنې ښيي چې په افغانستان کې نظر د اوبو نورو سرچينو ته له سيند ونو او کانالونو ډېره ګټه اخيستل شوې، خو له بده مرغه زموږ د هېواد ۷۰ په سلو کې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي او دلته زموږ کرنیز او برېښنایي سيستم له خورا ستونزو سره مخامخ دی.
د هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي چې په تېرو ۱۴کلونو کې يې د وارداتي برېښنا په اخيستو یو ميلیارد او ۳سوه ميلیون ډالره لګولي دي چې پر دې پيسو يې کولای شوای په سلګونو مېګاواټه برېښنا د هېواد دننه تولید کړي.
د جمهور رييس کرزي د حکــومت په کلونو کې د افغانستان په ځينو برخو کې پرمختګ وشو، خو يوه هغه برخه چې پاملرنه په کې ډېره لږ وه، د اوبو د کنټرول برخه وه. په دې دوره کې د هېواد د اوبو د مهار او له اوبو د کار اخيستو لپاره کوم ګټور کار ونه شو. د ځينو کارپوهانو په اند، د افغانستان ګاونډي په افغانستان کې د اوبو د هر نوي او مهم بند له جوړولو سره مخالفت کوي او همدا پټ مخالفت د دې سبب ګرځېدلی چې پانګه اچوونکي او مرسته کوونکي په اوبو لګولو د لويو پروژو پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
د اوبو او برېښنا د وزیر په وینا چې په وارداتي برېښنا د لګېدلو پيسو په مټ مو کولای شول چې د ۶۰۰ تر ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړې وای.
اوس اوس په هېواد کې ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا مصـــرفــېــږي، لــه دې ډلــې يې يــوولـس سوه
( ۱۱۰۰) ميګاواټه وارداتي ده چې په ټوله کې زموږ اړتیا تر دې برېښنا ډېره زیاته یعنې ۳۰۰۰ مېګاواټه ده چې د تامین په خاطر یې ۵ میليارد ډالرو ته اړتیا ده.
که څه هم افغان ملت په وار وار چيغې کړې دي او غږ يې پورته کړی چې موږ ته پردۍ برېښنا په درد نه خوري، د دې پر ځای دې زموږ خپلې فابريکې ورغول شي، افغانان هغه برېښنا نه غواړي چې بټن يې د بل هېواد په لاس کې وي، خو له بده مرغه چې د وخت چارواکو د دې ستونزې په لنډمهاله حل لاره فکر کړی، خو بنسټيز کار يې نه دی کړی، خو اوس هم ناوخته نه ده، بايد چې د دې چارې په بنسټيز حل فکر وکړو او د سمې تګلارې په کارولو سره هم خپلې اوبه مهار کړو او هم ښه اقتصادي ګټه وکړو.
په افغانستان کې نږدې اووه میلیونه هکتاره کرنیزه ځمکه شته چې د خړوبولو لپاره یې له ۷۰ تر ۱۰۰ ميلیارده متر مکعب اوبو ته اړتیا ده. په داسې حال کې چې د افغانستان ټولې روانې اوبه ۵۷ ملیارده متر مکعب کېږي.افغانستان د ۷۵ ميليارده مکعب روانې او ۱۸ مليارده مکعبه د ځمکې لاندې اوبه لري چې اوس یې له ۲۴ مليارده مکعب څخه ګټه اخيستل کېږي.
له اوبو څخه یوازې د کرکیلې په موخه کار نه اخیستل کېږي؛ بلکې د برېښنا د تولید لپاره هم ښه سرچینه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې افغانستان د برېښنا د تولید ښه ظرفیت لري خو بیا هم د برېښنا بندونو د نشتوالي له کبله له ګاونډیو هېواونو برېښنا اخلي.
که د افغانستان ټولې اوبه مهار شي او نږدې هغه اووه میلیونه د کر وړ ځمکه ټوله وکرل شي؛ نو د افغانستان په ناخالص ملي تولید کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي. د دې لپاره چې افغانستان له اقتصادي اړخه پیاوړی شي او په خپلو پښو ودرېږي، نو باید د اوبو لګولو او برېښنا بندونه جوړ شي؛ ځکه کرنه او صنعت د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ تر ټولو مهم فکتورونه دي او له برېښنا پرته د یوه هېواد صنعتي پرمختګ ناشونی دی.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *