په داسې حال کې، چې د يمن پايتخت صنعا کې د وبا ناروغۍ د چټکېدو له وېرې بېړنى حالت اعلان شوى، د سره صليب نړيوالې ادارې چارواکو ويلي، چې په يمن کې د وبا ناروغۍ له كبله ۱۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د سره صليب نړيوالې ادارې په يمن کې د وبا ناروغۍ د خپرېدو وېره څرګنده کړې او د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.
د يادې ادارې د مرستو مسوول ډومينيک سيټلهارټ وويل، چې په دې ناروغۍ اخته ۸۵۰۰ كسان دا مهال د يمن په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
دا په تېرو دوه کلونو کې دويم وار دى، چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د وبا ناروغۍ د چټکې خپرېدنې له كبله لسګونه کسان له منځه ځي.