ads

قلعه زال ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونيول شوه

د كورنيو چارو وزارت د كندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر وركړ.

نویسنده: sarwan
26 غویی 1396
قلعه زال ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونيول شوه

د كورنيو چارو وزارت د كندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر وركړ.
د دې وزارت په وينا، ياده ولسوالۍ نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پامير پنځه په نوم د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د دولت تر ولكې لاندې راغله.
د كورنيو چارو وزارت ټينګار كوي، چې د ولسوالۍ او امنيۍ قوماندانۍ ودانۍ او د قلعه زال كليدي برخې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه پاكې شوې دي.
د سرچينې په وينا، اوس مهال د دغې ولسوالۍ په ناامنه برخو كې د امنيتي ځواكونو پراخ عمليات دوام لري.
د كورنيو چارو وزارت په عملياتو كې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم كړې، خو د دې ډلې د وژل شوو او ټپيانو كره شمېر يې نه دى په ډاګه كړى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د كندوز ولايت قلعه زال ولسوالۍ نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته ورغلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA