شمالي کوريا د خپلې وروستۍ توغندويي ازموينې په اړه چوپتيا ماته کړه او وايي، په بريا يې د منځني او لرې واټن ويشتونکو توغنديو نوى ډول ازمويلى دى.
دغه هېواد د امريکا متحده ايالاتو ته بيا د بريد د امکاناتو خبردارى ورکړ.
د شمالي کوريا په دولتي خبري اژانس کې په هغه اعلاميه کې، چې پرون خپره شوې ويل شوي، د دې ازموينې هدف په لوړه كچه د يوې درنې اټومي سرګلولې د لېږد لپاره د وړتيا ازمويل و.
په اعلاميه کې زياته شوې، د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د وروستۍ توغندويي ازموينې څارنه کوله.