ads

ننګرهار کې افغان اېډ اداره اوږد مهاله پروژې پلې کوي

د افغان اېډ مرستندويه ادارې مسوولينو د ننګرهار والي سره د ليدنې په مهال ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې به د کرنې، پوهنې، کډوالو، د پېښو په وړاندې چمتووالي او يو شمېر نورو برخو کې اوږد مهاله پروژې پلې کړي .

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
ننګرهار کې افغان اېډ اداره اوږد مهاله پروژې پلې کوي

د افغان اېډ مرستندويه ادارې مسوولينو د ننګرهار والي سره د ليدنې په مهال ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې به د کرنې، پوهنې، کډوالو، د پېښو په وړاندې چمتووالي او يو شمېر نورو برخو کې اوږد مهاله پروژې پلې کړي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا ليدنه تېره ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، چې په کې په لندن کې د افغان اېډ ادارې رئيس کريس کنډر، په افغانستان کې د يادې ادارې مشر چاليس ديوي او يو شمېر نورو كسانو ګډون درلود.
په افغانستان کې د افغان اېډ ادارې مشر چاليس ديوي وويل، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې يې په ننګرهار کې د بېړنيو پېښو په مهال د چمتووالي، کرنې، پوهنې، کډوالو او يو شمېر نورو برخو کې د بېلابېلو مرستو ترسره کولو چارې پيل کړې دي.
بل خوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هيله وښوده، چې د افغان اېډ مرستندويه ادارې د پروژو د پلي کېدو په مهال به د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ته کاري فرصتونه برابر، بې ځايه شوو او راستنانه شوو کډوالو کورنيو سره مرستې ترسره، بزګرانو او مالدارانو ته سهولتونه برابر او د پوهنې کيفيت به لوړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA