ads

د پکتیکا سيمه ييز پولیس کافي تجهيزات نه لري

د پکتیکا ولایت سيمه ييز پوليس وايي، که په ښو وسلو سنبال شي او امتیازات يې ډېر شي، د امنیت په راوستلو کې به لا اغېزمن ګامونه واخلي.

نویسنده: sarwan
25 غویی 1396
د پکتیکا سيمه ييز پولیس کافي تجهيزات نه لري

د پکتیکا ولایت سيمه ييز پوليس وايي، که په ښو وسلو سنبال شي او امتیازات يې ډېر شي، د امنیت په راوستلو کې به لا اغېزمن ګامونه واخلي.
كه څه هم د افغانستان په يو شمېر سيمو کې خلک له سيمه ييزو پولیسو شکایت لري چې عام خلک ځوروي، خو ځينې داسې سيمې هم شته چې هلته خلک له دې پولیسو خوښ دي او وايي، د امنیت په راوستلو کې اغېزمن تمام شوي دي.
له دې ولایتونو يو هم د پکتيکا ولایت دی چې د خلکو په خبره هلته سيمه ييزو پولیسو ښه پایله ورکړې او د دوی په سيمو کې يې امنیت ټينګ کړی دی.
اوس دغه پوليس وايي، د تجهيزاتو او امکاناتو په برخه کې ستونزې لري او که يې دې ستونزو ته پام وشي او ډېر تجهیزات او امکانات ورکړل شي ښايي، د امنیت په ټېنګښت کې لا اغېزمن تمام شي.
د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قومندان شيـرمحـمــد وايــي، د سيـمــه ييزو پوليسو معاشونه ډېر کم او د کور ګوزاره يې پرې نه کېږي. نوموړی وايي حکومت باید د دوی معاشونه ډېر کــړي څو وکولای شــي پـــه ښــه ډول د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
دوی دغه راز ګيله کوي چې د حکومت له لوري ورته سپکې وسلې ورکړل شوې، خو د حکومت له وسله والو مخالفينو سره درنې وسلې دي: ((موږ ته هم باید درنې وسلې راکړل شي، وسله وال طالبان درنې او ډېرې وسلې لري.))
شيرمحمد ټينګار کوي هغه سيمه ييز پوليس چې په ناامنو سيمو کې فعالیت لري، باید غوښتنې يې واورېدل شي څو وکولای شي په ښه ډول د امنیت په ټينګښت کې برخه واخلي. د نوموړي په خبره، جګړه په تجهيزاتو او امکاناتو کېږي او که په دې برخه کې ستونزې ولري په ښه ډول نه شي کولای د امنیت په راوستلو کې رول ولوبوي.
د دغه ولایت يو بل سيمه ييز پولیس شېراحمد هم کلید ته وویل، چې وسلې او تجهيزات يې کم دي او که حکومت غواړي په ښه ډول په پکتیکا کې امنیت راشي باید د دوی د وسلو او تجهيزاتو د کمښت ستونزه حل کړي. نوموړی دغه راز ټينګار کوي چې معاشونه يې هم کم دي او په بازارونو کې توکي لوړ دي، سمه چاره يې پرې نه کېږي او حکومت باید په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او معاشونه يې لوړ کړي.
د پکتیکا ولایت د مروت خېلو د قوم یو شپېته کلن سپين ږيری وايي، د دوی په سيمه کې سيمه ييزو پولیسو ښه امنیت ټينګ کړی دی او د سيمې خلک هم ترې راضي دي.
نوموړی هم له دولت غوښتنه کوي، چې د سيمه ييزو پولیسو تجهيز، روزلو او امتیازاتو ته ځانګړی پام وکړي څو وکولای شي د امنیت په ټينګښت کې لا مهم رول ولوبوي.
له بل لوري د پکتیکا ولایت سيمه ييز چارواکي هم وايي چې په دغه ولایت کې سيمه ييزو پولیسو د امنیت په ټينګښت کې مهم رول لوبولی او خلک هم ترې راضي دي. دوی وايي، هغه تجهيزات او امکانات چې له مرکز څخه د سيمه ييزو پوليسو په نوم دوی ته استول کېږي هغه د دغه پولیسو په واک کې ورکوي. خو تر دې پورته د نور څه صلاحيت نه لري او نه شي کولای تر هغې کچې زيات تجهيزات ورکړي.
په پکتیکا ولایت کې داسې مهال سيمه ييز پولیس د امنیت په ټينګښت کې مهم رول لوبوي او د سيمې خلک هم ترې راضي برېښي چې په يو شمېر نورو ولایتونو کې بیا له سيمه ييزو پولیسو خلک خوښ نه دي او په خبره يې عام خلک ځوروي.
دوی وايي، سيمه ييز پولیس په غلا او له خلکو د غیرقانوني پیسو په اخیستلو کې ښکېل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA