په ترکيه کې د يو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پېښې په ټپيانو کې د ۱۱ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى.
ترکي چارواکي وايي، مسافر وړونکى بس په يوه کنده کې تر لوېدو وړاندې له يو کرولا موټر سره هم جنګېدلى، چې له كبله يې د کرولا موټر چلوونكي هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په وژل شوو او ټپيانو كې ډېرى يې ښځې او ماشومان ښودل شوي، چې له ازمير سيمې مرمريز سيمې ته روان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ترکيه کې د يوې خونړۍ ټرافيکي پېښې له كبله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.