247
۲۵ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: نصرت الله تسل

خوست کې ډېری ځوانانو له وزګارۍ ځانونه ژغورلي دي

که څه هم د خوست ولایت يو شمېر ځوانان له وزګارۍ شکایت لري، خو يو شمېر نورو بیا د ځانونو لپاره کارونه موندلي دي او له وزګارۍ يې ځانونه ژغورلي دي.
دغه په کار بوخت ځوانان په لویو او وړو دفترونو او کاروبارونو کې دندې لري او د معاش په بدل کې کار کوي. دوی وايي، په لږ معاش يې هم صبر کړی، خو له وزګارۍ يې ځان خلاص کړی، اوس له ژوند راضي دي او تر يوې کچې يې اړتیاوې پوره کېږي.
د دوی له منځه يو شمېر داسې لوستي ځوانان هم دي چې په لویو دفترونو او موسسو کې د کار موندلو موقع په لاس نه ده ورغلې، خو په کور نه دي ناست او په نورو وړو کاروبارونو کې يې له خلکو سره ځانونه په کار بوخت کړي دي.
د خوست ولایت اوسېدونکی مصباح تېر کال له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی، په څو دولتي ادارو کې يې د دندې ترلاسه کولو هڅه کړې، خو بریالی شوی نه دی. نوموړی وايي، پر کور کېناستل یې نه خوښیږي، له همدې کبله له دوو میاشتو راهيسې په ښار کې له یو سوداګر سره منشي شوی: ((په پلورنځي کې ورسره د بېلونو، پور او نورو پیسو حسابونه کوم، هره میاشت اووه زره افغانۍ راکوي، د کور ګذاره مې پرې کېږي، له خپل کار راضي يم، سهار وختي دندې ته راځم او مازديګر بېرته ځم.))
له بل لوري د دغه ولایت بل اوسېدونکی نوید ملنګ وايي، له دوولسم ټولګي فارغ شوی او تر دې مهاله يې نورې زدهکړې نه دي کړې، خو وزګاري يې نه خوښېږي، له همدې کبله يې د ځان لپاره يو مسلک وټاکه او اوس مهال خياطي کوي: ((ټول وروڼه او پلار مې کاروبارونه کوي او تر ډېره له ما په کور کې د پیسو غوښتنه نه کېږي، خو په دې ځوانۍ کې وزګار ګرځېدل راته مناسب نه برېښي، له يو خياط سره شاګردي کوم، اوس مې کار زدهکړی، په یو جوړ کالیو د فیصدۍ په حساب پیسې راکوي او له خپل کار راضي يم.))
ملنګ وايي، که ځوانان په رښتينې توګه وغواړي ځانونه بوخت کړي کولای شي د ځان لپاره يو کاروبار ومومي.
دا يوازې لوستي ځوانان نه دي چې د ځانونو لپاره يې سالمې بوختیاوې او کاري زمينې موندلې دي بلکې ډېری نالوستو ځوانانو د ځانونو لپاره کارونه موندلي دي او د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.
سيد ګلاب چې له زدهکړو لرې پاتې شوی په پردۍ هټۍ کې ممپلي پخوي. سیدګلاب تنکی زلمی دی او هره ورځ يې له لمر ختو سره دنده پیلېږي: ((دوکان کې دوه نفره مزدوران یو، زه یې مشر یم او تنخوا مې له هغې بل څخه لږ څه لوړه ده، ځکه کار مې ښه ترسره کوم، ځوانان د کار خلک دي، باید چې ځان لپاره بوختیا پیدا کړي.))
رحمنګل هم د نالوستو له ډلې دی، له شپږو میاشتو راهيسې ټکسي چلوي او د کورنۍ لپاره د حلال رزق د پیدا کولو په هدف د سهار چای ښار کې خوري او بیا تر ماښام ناوخته له کلي تر ښاره موټر چلوي: ((ډېر وخت بې کاره وم، لوبې به مې کولې، خو ګټه یې ونه کړه، ما ویل راشه یو ټکسي واخله او دا دی اوس هره ورځ يو څو روپۍ ګټم چې کورنۍ ته يې ورکړم او له وزګارۍ هم بې غمه يم.))
له بل لوري يو ځوان حضرت الله ارغوان بیا ځوانانو ته مشوره لري چې له بې کارۍ ځان وژغوري او هڅه وکړي د ځانونو لپاره کاري بوختیاوې ومومي.
نوموړی وايي، که ځوانان اداري دندې نه شي تر لاسه کولای، ددې پلمه نه شي کېدای چې په کور کېني بلکې باید نور کاري فرصتونه ولټوي او يا هم شخصي ووړ کاروبار پیل کړي: ((ځوانان ډیری وخت د ځان لپاره یو ډول بهانه کوي، چې کار نشته، خو داسې نه ده، ژوند متحرک دی، باید خوځنده واوسو او په ډېر همت سره ټول ځوانان کار وکړو.ِ))
د يادولو ده چې په خوست ولایت کې په پراخه کچه خصوصي کاروبارونو د دغه ولایت د ځوانانو لپاره ډېرې کاري زمينې رامنځته کړې دي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *