ads

کاپیسا کې د کلیو او پراختیا ریاست ډېرې پروژې سړکونو او پلونو جوړولو ته ځانګړې شوي

د کاپیسا د کلیو او پراختیا ریاست چارواکي وايي، دوی په روان کال کې ډېرې پروژې د کاپیسا د بېلابېلو سیمو د سړکونو او پلونو د جوړېدو لپاره ځانګړې کړې دي.

نویسنده: sarwan
24 غویی 1396
کاپیسا کې د کلیو او پراختیا ریاست ډېرې پروژې سړکونو او پلونو جوړولو ته ځانګړې شوي

د کاپیسا د کلیو او پراختیا ریاست چارواکي وايي، دوی په روان کال کې ډېرې پروژې د کاپیسا د بېلابېلو سیمو د سړکونو او پلونو د جوړېدو لپاره ځانګړې کړې دي.
د کاپیسا د کلیو او پراختیا رییس حیات الله فرهنګ وايي، تېر کال د دوی ټیمونو د کاپیسا په بېلابېلو برخو کې سروې کړې او ډېرو خلکو له دوی څخه د سړکونو او پلونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د نوموړي په وینا د سړکونو او پلونو په جوړېدو سره به د ولسوالیو لویې او وړې سیمې له یوبل سره ونښلول شي.
نوموړی همدا ډول زیاتوي اوسمهال د کاپیسا په ناامنو سیمو کې هم ډېر کسان خپلې ځمکې او کورونه ورانوي تر څو یې سیمې ته سړک وغزول شي.
نوموړی زیاتوي: (( دوه سړکونه د جامچي، نجراب، تګاب او کوهبند ولسوالۍ او يو سړک د کاپیسا په مرکز دې باباعلي کې جوړېږي او وروسره په نوموړې ولسوالۍ کې د دوو مهمو پلونو د جوړېدو چارې هم روانې دي، لومړی په دې اړه د سیمې خلکو له موږ څخه غوښتنه کړې، چې موږ يې په اړه له وزارت سره خبرې وکړې او دا پروژې يې منظور کړې او اوسمهال یې کارونه پیل شوې دي)).
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د کلیو او پراختیا ریاست د ګڼ شمېر پروژو کارونه د کاپیسا په پنځو ولسوالیو کې دوام لري خو په اله سای ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو له کبله د نوموړي ریاست پروژې له تېرو څلورو کالونو راهیسې تړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA