په قبايلي سيمې کرمې اېجنسۍ کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو وسله وال بريد شوى، چې په نتيجه کې يې د يادې سيمې سياسي استازى او د هغه موټر چلوونكى وژل شوي دي.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، بريد نن سهار د کرمې اېجنسۍ بازار ته څېرمه هغه مهال شوى، چې د دې اېجنسۍ سياسي استازى يا پوليټيکل اېجنټ له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
پوليس وايي، چې د وسله والو په بريد كې سرفراز حسين او موټر چلوونكى يې ځاى په ځاى وژل شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.