ads

خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د متون بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په خوست کې د فوټبال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ شاوخوا يوه مياشت وړاندې پيل شوې سيالۍ د متون بابا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

نویسنده: sarwan
24 غویی 1396
خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د متون بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په خوست کې د فوټبال د ۲۴ لوبډلو ترمنځ شاوخوا يوه مياشت وړاندې پيل شوې سيالۍ د متون بابا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
يادې سيالۍ د ډاب کلي د فوټبال پر لوبغالي کېدې، چې هره ورځ يوه لوبه ترسره کېده.
پايلوبې ته د متون بابا او پنزايي وحدت لوبډلو لاره پيدا کړه، چې متون بابا يو د صفر په وړاندې نه يوازې لوبه وګټله، بلکې د سياليو اتلولي يې هم په خپل نوم کړه.
په اړه يې د خوست د فوټبال فدراسيون سرپرست عبدالفتاح واکمن كليد ته داسې وويل.
د متون بابا فوټبال لوبډلې لوبغاړى رفيع الله د يادو سياليو غوره لوبغاړى ونومول شو. غوره ګول وهونکى کريم الله وبلل شو او د ښو اخلاقو جايزه د ګربزو لوبډلې وګټله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA