ads

خوست کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

په خوست ولايت کې د فوټبال د پنځو لوبډلو ترمنځ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې، پاى ته ورسېدې.
پايلوبې ته افغان رېنجر او عالموال بازان لوبډلې وتلې وې.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
خوست کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

په خوست ولايت کې د فوټبال د پنځو لوبډلو ترمنځ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې، پاى ته ورسېدې.
پايلوبې ته افغان رېنجر او عالموال بازان لوبډلې وتلې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټاكل شوي وخت لوبه مساوي پاى ته ورسېده او خبره پينالټيو ته ورسېده، چې افغان رېنجر فوټبال کلب عالموال بازانو کلب ته د څلورو په مقابل كې په پنځو ګولونو ماتې وركړه او جام يې په خپل نوم کړ.
په دې سياليو کې شاوخوا اويا لوبغاړو برخه اخيستې وه، چې هرې لوبډلې اته اته لوبې ترسره کړې.
دا سيالۍ د فوټبال فدراسيون په خوښه او همکارۍ جوړې شوې وې.
د خوست د فوټبال فدراسيون سرپرست رئيس عبدالفتاح واکمن په دې اړه كليد ته وويل، ((په دې لوبو کې افغان رېنجر، شهيد عباسين، غړومبي ځوانان، عالموال بازان او ګلزار کلب لوبډلو ګډون کړی و)).
د خوست د فوټبال فدراسيون نوى مشر نږدې يوه مياشت وړاندې ټاکل شوى دى.
هغه وايي، چې ټول کال به د فوټبال سياليو ته زمينه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA