ads

جنرال رازق: زما په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور د پاکستان په خوله جوړ شوی

د کندهار امنيې قومندان جنرال رازق د ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل، چې په کې ویل شوي و، قومندان شخصي زندان لري او خلک شکنجه کوي.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
جنرال رازق: زما په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور د پاکستان په خوله جوړ شوی

د کندهار امنيې قومندان جنرال رازق د ملګرو ملتونو هغه راپورونه رد کړل، چې په کې ویل شوي و، قومندان شخصي زندان لري او خلک شکنجه کوي.
نوموړي دا د سيمې د استخباراتي کړیو کار بولي او وایي، په دې اړه هر ډول داخلي تحقیقاتو ورکولو ته اماده دی.
ملګرو ملتونو د کندهار امنيې قوماندان جنرال رازق د بشري حقونو څخه په سرغړونې او ناقانونه شکنجو او مرموزو وژنو تورن کړى دى، خو خپله جنرال رازق دا راپور ردوي او دا کار د نړيوالو استخباراتي ادارو دسيسه بولي.
جنرال رازق وايي، د ملګرو ملتونو تورونه بې ځايه دي او هرې داخلي محکمې ته حاضر دی.(( دا راپور يو اړخيزه دی، دا د سيمې د استخباراتي کړیو کار دی، په دې سره غواړي موږ وپاشي، زه په دې اړه هر ډول داخلي تحقیقاتو ورکولو ته اماده يم، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه داسې راپورونه د خلکو په خوله جوړوي)).
امنیې قومندان دا نه ردوي، چي په کندهار کې له خلکو سره د پولیسو او امنیتي ځواکونو له لوري ظلم نه وي شوی،(( په دې کې شک نشته، چې زموږ امنيتي ارګانونو دې ظلم نه وي کړی، دلته يوازې عام خلک نه بلکې د ولسوالۍ او امنیې قومندان تر کچې پورې سرتېري، چې زياتی يې کړی ، له تېر کال راهيسې موږ د کندهار په زندان کې ۱۱۱ تنه افسران بنديان لرو او موږ جزا ورکړې ده)).
امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي، ۲۳۰ تنه هغه پوليس او لوړ رتبه امنیتي کسان يې نيولي دي، چې د خپلې دندې څخه په ناوړه استفادې يې خلک ځورولي، بنديان کړي او يا يې هم وژلي دي.
په کندهار کې مرموزې وژنې، ناقانونه کړنې او د خلکو شکنجې هغه څه دي چې له ډېر وخته دوام لري او خلک يې په اړه په شکايت دي.
د کندهار امنيې قوماندان پاسوال عبدالرازق نن يوې خبري ناستې ته وويل،(( دا کړنې د پوليسو په ليکو کې هغه کسان کوي، چې له دندې ناوړه استفاده کوي او له دې لارې خپلې شخصي دښمنۍ پالي)).
د کندهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق له کلنو راهيسې د طالبانو او پاکستان په وړاندې خورا توندې څرګندونې کوي.
نوموړى وايي، پاکستان يې له هرې لارې د ځپلو هڅې کوي، خو د وطن او خلکو د ساتنې لپاره د هېڅ چا فشار ته سر نه ټيټوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA