ads

افغانستان د سپین بولدک – چمن لارې د پرانيستلو په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړه

سپین بولدک ته د افغانستان د مشرانو جرګې د تللي پلاوي مشر وايي، پاکستاني ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې څو ځایه پر افغان خاوره تېری کړی دی.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
افغانستان د سپین بولدک – چمن لارې د پرانيستلو په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړه

سپین بولدک ته د افغانستان د مشرانو جرګې د تللي پلاوي مشر وايي، پاکستاني ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې څو ځایه پر افغان خاوره تېری کړی دی.
د هاشم الکوزي په مشرۍ دغه شپږ کسیز پلاوی پر ډېورنډ فرضي کرښه د تېرې جمعې ورځې له نښتې وروسته د معلوماتو لپاره تېره پنج شنبه سیمې ته تللی ه.
هاشم الکوزي وویل، چې د سپین بولدک – چمن لار د تړل کېدو او په لقمان او نظر کلیو کې سرشمېرنه د ښه کاونډیتوب له اصولو څخه سرغوړونه ده.
له هغه وروسته چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک دروازه هم وتړل شوه.
د کندهار چارواکي وايي، د سپین بولدک – چمن لارې د پرانیستل کېدو په اړه يې د پاکستاني چارواکو غوښتنه رد کړې ده.
د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وايي، تېره شپه پاکستاني چارواکو دوی ته د چمن – سپین بولدک د لارې د خلاصېدو پېشنهاد کړی، خو دوی له دې خاطره چې دغه ستونزه باید په دایمي ډول حل سي دغه پیشنهاد رد کړي. (( پاکستانايانو تېره شپه هم دا غوښتنه وکړه، خو ما ورته وويل، چې دا تحفه نوره نه غواړم، موږ اوس هر څه لرو، ځمکې، اوبه هر څه لرو، نوره اړتيا نشته، چې له پاکستانه څه شی وارد کړو)).
د قومندان په وینا پاکستان د دروازې د خلاصېدو او تړل کېدو صلاحیت د ځان کړی او هر ځل يې په یوه او بله بهانه دغه لار تړلې.
د نوموړي په وینا تر څو چې پاکستاني چارواکو د دروازې د ستونزو د دایمي حل لپاره د دوی غوښتنه نه وي منلې دغه لار به تړلې وي.(( تر هغه چې پاکستان زمو غوښتنې ونه مني، دا دروزاه به يې پر مخ تړلې وي)).
د کندهار امنیې قومندان دا هم وویل، چې د افغانستان او پاکستان د تخنیکي ټيمونو له خوا د سپین بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د پرتو دوو کلیو (لقمان او نظر) د ملکیت معلومولو څېړنې بشپړې شوي او پایلې به يې د مرکز لخوا اعلان شي.
د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او نظر کلیو کې د سرشمېرنې پر سر تېره جمعې ورځ د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA